ټوټال دهمال وايي؛ نه غواړي ددوی د فلم له امله د پاکستان خلک خوشحاله شي

ساخت وبلاگ

د هندي سینما د مشهور خندونکي فلم دهمال د دوېمې برخې (ټوټال دهمال) فلم لارښود اندرا کمار وایي نه غواړي چې د پاکستانیانو په خوله د ده له امله خندا راشي، نو ځکه د پاکستان سینماګانو کې خپل فلم ننداره ایښودلو سره موافق نه دی.

په هندي کشمیر کې د پلوامه تر برید وروسته د هندوستان د هرې برخې وګړو د پاکستان پر وړاندې د خپل نفرت اظهار کړی چې دا ځل رسنیو د ټوټال دهمال د فلم د لارښود خبرو ته پام شوی دی.

ایکسپریس نیوز خبري ویبپانې لیکلي؛ نوموړي ویلي چې دوی غواړي فقط خپلو هېوادوالو ته د تفریح زمینه برابره کړي او په خولو یې خنداوي راولي.

د ټوټال دهمال د فلم هدایت کار اندرا کمار ویلي چې په پاکستان کې د دغه فلم د نندارې ته نه وړاندې کېدو پرېکړه د اجی دیوګن وه.

پلوامه کې د ځانمرګي برید وروسته د هندي سینما د مشهور ستوري اجی دیوګن په شمول د (ټوټال دهمال) د فلم ټول ټیم په پاکستان کې د دغه فلم د نه نندارې ته وړاندې کېدو غوښتنه کړې ده.

د یادولو ده چې څو ورځې وړاندې همدغه خبره اجی دیوګن په خپل ټویټر هم لیکلی وه او ویلي چې پرېکړه به وکړي چې فلم یې په پاکستان کې ریلیز نه شي.

بل پلو:
پاکستانۍ رسنۍ بیا وایي؛ ممکن د هندي فلم دغه لارښود دا له یاده ویستي وي چې د هندي فلمونو زیات بازار په پاکستان دی او هندي فلمونه په پاکستان کې له نندارې وروسته زیاتې پیسې ګټې نو همدا لامل دی هندي فلم پروډیوسران او فلم لارښود یې په پاکستاني سینما هم خپل فلمونه نندارې ته وړاندې کوي.

ایکسپریس نیوز وایي معلومه به شي چې د ټوټال دهمال فلم لارښود او پوره ټیم یې په خپله خبره څومره ودرېدلی شي؟

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 406 تاريخ : يکشنبه 5 اسفند 1397 ساعت: 22:48