د سولې په اړه د نړۍ د لويانو په شمار کرښې

ساخت وبلاگ

ژباړه: محمد عزیز پردېس

سوله يانې سکون او د ژوند په حقيقي مانه پوهېدل، سوله يانې پرته له تشويش او وېرې څخه شپې او ورځې تېرول. سوله يوه نړيواله غوښتنه ده، هغه غوښتنه چې د هرچا په پرتله ورته افغانان ډېر تږي دي.
افغان فلم جوړوونکی صديق برمک په دې هکله څه ښه ويلي دي:
نړۍ دې متوجه شوې چې که افغانان وشي کولی د راحتۍ او سکون ساه واخلي، نو د دې وړتيا لري چې د سولې او ارامښت جوړوونکي واوسي او مينه وزېږوي.

په دې ليکنه کې به تاسو د سولې په اړه د نړۍ د ځينو لويانو ويناوې وړاندې شي:

سوله په عادي کورونو او خونو کې ده او جګړه په ماڼيو کې.
ګيورګ بوشنر

ناحقه سوله له حقې جګړې څخه غوره ده.
ميکل آنژ

يوازې د سولې په موقع او فرصت کې د هېواد اوسېدونکي کولی شي چې د جګړې دروند بار احساس کړي.
بايرون

زه تل د سولې د ټيکاو لپاره شعار ورکوم؛ غيرعادلانه سوله په مراتبو د عادلانه جګړې څخه غوره ده.
سيسرو

هېڅکله هم ښه جګړه او بده سوله نشته.
بنیامین فرانکلین

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 265 تاريخ : پنجشنبه 2 اسفند 1397 ساعت: 8:47