په IPL کې د راشد خان دې لوبه

ساخت وبلاگ

د آې پي ایل سیالیو د دوو اونیو مهالوېش په ډاګه شو، د هندوستان کرکټ بورډ او د آې پي ایل سیالیو مسئولینو د سې شنبې په ورځ د فبروري په ۱۹ مه نېټه د یوې ګډې ناستې په ترڅ کې د لومړیو دوو اونیو لپاره مهالوېش ترتیب کړ، په لومړیو دوو اونیو کې به ۱۷ لوبې ترسره شي، د ایم ایس ډوني لوبډله یا چینای سوپرکېنګز سږ کال له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

لومړی به په هندوستان کې د ۲۰۱۹ کال عمومي ټاکنو بهیر روښانه شي او بیا به د آې پي ایل د پاتې لوبو مهالوېش هم جوړ شي.

د هندوستان د کرکټ بورډ مسئولین وایي، دوی به ډېر ژر د آې پي ایل د پاتې لوبو نېټه منظم او څرګنده کړي.

سږ کال د هندوستان سوداګریز کرکټ دولسم پړاو ترسره کېږي.

د آې پي ایل د لومړیو دوو اونیو مهالوېش داسې ترتیب شوی:
لومړۍ لوبه د مارچ په ۲۳ مه نېټه د شپې له خوا د چینای سوپرکېنګ او رویال چلېنجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، دا دوه لوبډلې سږ کال د آې پي ایل پیل کوي.

دوهمه لوبه د راشدخان دې لوبډلې سن رایزرز حېدراباد او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ د مارچ په ۲۴ مه نېټه ترسره کېږي، دا لوبه به ماسپښین مهال وشي، د حېدر اباد او کلکتې لوبډلې لوبه په کلکته ښار کې ترسره کېږي.

د مارچ په ۲۵ مه نېټه د دوشنبې په ورځ ماښام مهال ممبيي لوبډله، له ډیلي لوبډلې سره مخ کېږي، د مارچ په ۲۶ مه نېټه ډیلي لوبډله له چینای لوبډلې سره لوبو کوي، د مارچ په ۲۷ مه نېټه کلکته له مجیب ځدران دې یا کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې سره لوبه کوي.

د مارچ په ۲۸ مه نېټه بنګلور لوبډله د ممبي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي.

حېدراباد لوبډله به خپله دوهمه لوبه د مارچ په ۲۹ مه نېټه له راجستان رویالز لوبډلې سره ترسره کړي.

د مارچ په ۳۰ مه نېټه پنجاب د ممبيي پر وړاندې بخت ازمایي.

د مارچ په ۳۰ مه نېټه د ورځې دوهمه لوبه ډیلي او ممبيي لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

د مارچ په ۳۱ مه نېټه به حېدراباد لوبډله د بنګلور لوبډلې پر وړاندې ولوبېږي او چینای لوبډله د راجستان پر وړاندې لوبه کوي.

د دوهمې اونۍ مهالوېش د اپرېل میاشت لپاره داسې ترتیب شوی:
د اپرېل په لومړۍ نېټه پنجاب د ډیلي پر وړاندې، د اپریل په دوهمه نېټه راجستان د بنګلور پر وړاندې، د اپریل په دریمه نېټه ممبيي د چینای، د اپریل په ۴ مه نېټه حېدراباد او ډیلي او د اپرېل په پنځمه نېټه بیا بنګلور او کلکته لوبډلې د سیالۍ ډګر ته وځي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 257 تاريخ : پنجشنبه 2 اسفند 1397 ساعت: 8:47