پاکستاني چارواکو له خوا سعودي شهزاده ته جرمنۍ ماشینګڼه د ډالۍ په توګه ورکړل شوې

ساخت وبلاگ

د هیوادونو د مشرانو د رسمي سفرونو پر مهال هغوی ته د کوربه هیوادونو د چارواکو او ادارو له خوا د ډالیو ورکول معمول دي. په دې ډالیو کې عموما د کوربه هیوادونو مشهور مصنوعات، تولیدات، محصولات او انتیک توکي شامل وي.

خو پاکستان ته په وروستي سفر کې د سعودي ولیعهد محمد بم سلمان یوه بل ډالۍ تر لاسه کړې ده. د سي این این تلویزون د راپور له مخې پاکستاني چارواکو محمد بن سلمان ته د سرو زرو څخه جوړه یوه ماشینګڼه ډالۍ کړې ده.

دا ( Heckler & Koch MP5) ډوله دا ماشینګڼه جرمني انجنیرانو جوړه کړې او بیا د سرو زرو پلیټونه ورته خیژول شوي دي.

د سي این این ټلویزون په وینا سعودي شهزاده چې په وروستیو کې د ژورنالیست جمال خاشقجي د شکنجې او بې رحمانه وژنې د امر په ورکولو تورن دی، د پاکستان له خوا د وسلې د ورکړې دا تحفه ورته د پاملرنې وړ ده.

د راپور په وینا سعودي شهزاد چې تیر کال د همدې وژنې له کبله په لویدیځ کې د ګڼو خلکو له پامه بد شوی دی، د اسیایي هیوادونو په سفر وتلی چې یو هدف یې د خلکو په ذهنونو کې د سعودي د خراب شوي تصور بیرته سمول دي.

د سي این این په وینا پاکستان سعودي شهزاده ته د هرکلي په ویلو کې له ډیر افراط څخه کار واخیست، هغه ته یې د یو ویشت توپونو سلامي ووهله، د هیواد په ځانګړې توګه د پلازمینې فضا یې د پاکستان د هوايي ځواک په الوتکو ډکه کړه، اسلام اباد کې یې پراخ امنیتې عملیات وکړل، داسې چې د دوشنبې په ورځ د سعودي د شهزاده د سفر په خاطر ښوونځي، او ټولې دولتي ادارې رخصت شوې وې.

سعودي ولیعهد هم پاکستان کې د خپلې دوه ورځنۍ تم کیدنې پرمهال له پاکستاني چارواکو سره د ۲۰ میلیارده ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل.

شهزاده محمد بن سلمان د پاکستان وروسته هندوستان ته ولاړ په نوي ډیلي کې یې د هند له صدراعظم نریندرا مودي او نورو چارواکو سره وکتل او هلته یې هم د هند سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د یووالي سر وخوځوه او د پراخې پانګونې ژمنه یې وکړه.

د شهزاده محمد بن سلمان راتلونکی پړاو چین دی، چیرې چې به د چارشنبې په ورځ نوموړې د چین د ولسمشر شي جینپینګ سره د دواو هیوادونو پر اقتصادي او سیاسي اړیکو خبرې وکړی.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 312 تاريخ : پنجشنبه 2 اسفند 1397 ساعت: 8:47