مسټرناټ اوټ (سمیع الله شینواری) وپيژنئ؛ ولې ورته مسټرناټ اوټ ویل کیږي؟

ساخت وبلاگ

سمیع الله شینواری په ۱۹۸۷ م کال کې د ډېسمبر په ۳۱ مه نېټه د افغانستان په ننګرهار ولایت کې زېږېدلی دی، د ننګرهار د شینوارو قوم څخه دی.

واده یې کړی او اولادونه هم لري.

سمیع الله شینواری له لومړي سره افغان لوبډلې سره مل و، هغه په پاکستان کې مسلکي کرکټ زده کړی دی او کله چې په ۲۰۰۰ م کال کې د افغان لوبډلې د جوړېدو هلې ځلې پیل شوې، شینواری هم له ملي لوبډلې سره یو ځای شو، هغه مهال هستي ګل عابد، کریم صادق، نوروز منګل، محمدنبي عیسی خېل او ځېنې نور لوبغاړي هم وو.

شینواری په لومړیو کې د بالېنګ برخې الراونډر و، ده په مختلفو لوبو کې د افغان لوبډلې لپاره بې مثاله توپ وهنه کړې ده او د خپل ټیم لپاره ځېنې وختونه داسې هم تمام شوی، چې سختو شیبو کې یې ټیم له بحراني حالت ویستلی، ۲۰۱۵ م کال نړیوال جام کې د سکاټلېنډ خلاف لوبه یې ښه مثال دی.

ده ته به مېسټر ناټ اوټ هم ویل کېده او اوس هم د افغان لوبغاړو په منځ کې په مسټر ناټ اوټ مشهور دی.

شینواری او لوبې یې
۲۰۰۹ کال کې سمیع الله شینواري د کرکټ شورا په پنځم پړاو لوبو کې لوبه وکړه، په دغه پړاو کې افغان لوبډله ښه وځلېده او ورسره یې مرسته وکړه، چې د یو ورځنیو لوبو بشپړ غړیتوب اخېستلو ته ورنږدې شي.

۲۰۱۱ او ۱۲ م کلونو کې افغانستان د افغان چیتا په نوم لوبډله جوړه کړه او د فېصل بانک په نامه شل اوریزو سیالیو کې ولوبېده، شینواری هم پکې و.

په ۲۰۱۰ م کې د کینیا خلاف په ۸۲ منډو ولاړ و، چې د بلې منډې جوړولو لپاره یې قدمونه واخېستل نو رن اوټ شو او دا په یو ورځنیو لوبو کې د هغه لومړۍ نیمه سلیزه وه، چې ثبت یې کړه.

د ۲۰۱۴ م کال اسیا جام سیالیو کې اصغر افغان او سمیع الله شینواري د بنګله دېش خلاف ۱۶۴ منډې ملګرتیا وکړه او دا په اسیا جام سیالیو کې تر ټولو لوړه ملګرتیا وه.

له دې وړاندې دوو پاکستانیانو الوک کپالي او محمدالله په کراچۍ ښار کې د هند خلاف ۱۱۲ منډې ملګرتیا کړې وه، دا ملګرتیا په ۲۰۰۸ کال کې شوې وه؛ خو سمیع الله شینواري او اصغر افغان دا ملګرتیا ماته کړه او ریکارډ یې جوړ کړ.

په شپږمه وېکټ سمیع الله شینواري او اصغر افغان ریکارډي ملګرتیا وکړه. دا لومړی ځل و، چې افغان لوبغاړو په یوه نړیواله لوبه کې سل منډې ملګرتیا وکړه.

له دې وړاندې په ۲۰۰۹ م کال کې رئیس احمدزي او سمیع الله شینواري په ۶ مه وېکټ د سکاټلېنډ خلاف ۸۶ منډې ملګرتیا کړې وه.

په ۲۰۱۸ م کال کې د غازي امان الله خان په کورنیو سیالیو کې سمیع الله شینواری د سپین غر لوبډلې لپاره ولوبېد، ده د امو لوبډلې پر وړاندې په یوه لوبه کې ۱۹۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.

سمیع الله شینواري په دغه ټورنمنټ کې په ۶ لوبو کې ۳۹۸ منډې وکړې او د ټول ټورنمنټ مخکښ منډې جوړوونکی توپ وهونکی و.

په اکټوبر میاشت کې د افغانستان په سوداګریز کرکټ لیګ کې له پکتیا لوبډلې سره ولوبېد، په ټي ټېن لیګ کې له سندي لوبډلې سره ولوبېد، چې شېن واټسن یې لوبډلمشر او توپ وهنه یې د توصیف وړ وه.

که څه هم دی لومړی بالېنګ برخې الراونډر و، خو په دې وروستیو کې د توپ اچوونې پر ځای ډېر کار په توپ وهنه کړی دی او توپ وهنه یې بالکل ښه شوې ده.

کله چې په ویسټ انډیز کې ۲۰۱۰ کال کې شل اوریز جام ترسره کېده، د افریقا خلاف شینواري خورا ښه توپ اچونه کوله، د ده توپ ډېر زیات سوېنګ کاوه، چې د لوبې مبصرینو د ده توپ اچونې زیات توصیف وکړ.

سمیع الله شینواری او لوبو ته راتګ


د یو ورځنیو لوبو رسمي پیل یې د اپریل په ۱۹ مه په ۲۰۰۹ کال کې د سکاټلېنډ خلاف په افریقا کې کړی دی.

وروستۍ یو ورځنۍ لوبه یې د سپټمبر په ۲۳ مه نېټه د بنګله دېش خلاف کړې ده.

یو ورځنیو لوبو کې یې ۶۹ پاڼۍ لوبولي او ۱۷۳۳ منډې یې پکې جوړې کړي دي. لوړې منډې یې ۹۶ دي، سلیزه نه لري او ۱۱ نیمه سلیزې یې وهلي دي.

د شل اوریزو لوبو پیل یې د فبروري په لومړۍ نېټه په ۲۰۱۰ کال کې د ایرلېنډ خلاف کړی.

وروستۍ شل اوریزه لوبه یې د ایرلېنډ خلاف د اګسټ په ۲۲ مه نېټه په ۲۰۱۸ م کال کې کړې ده.

۵۴ پاڼیوکې یې ۹۶۸ منډې کړي دي او لوړې منډې یې ۶۱ دي.

سمیع الله شینواری شهکار لوبغاړی
په ښي لاس توپ وهنه کوي، په ښي لاس لېګ برېک توپ اچونه هم کوي او الراونډر لوبغاړی دی.

په ۲۰۱۵ م کال کې د نړیوال پنځوس اوریز جام پر مهال یې جادوګره او د افغانستان لپاره د ویاړ کارکرده ګي وکړه.

د سکاټلېنډ خلاف یې لوبډله د ۹۶ منډو په جوړولو سره د بریا تر بریده ورسوله، چې بیا وروستیو کې شاپوځدران او حمید حسن لوبه وګټله او افغانستان په نړیوال جام کې د شینواري په برکت یوه بریا ثبت کړه.

شینواری په داسې حال کې مېدان ته راغی چې لوبډله، له سخت بُحران سره مخ وه، ده له لومړي سره برید کوونکی توپ وهنه وکړه، په یوه اور کې یې یو سلو یا څوکه توپ اچونکی د ۴ شپږیزو ښکار کړ او سکاټلېنډي بالران یې تر پوزې راوستل.

هغه مهال چې به زما په ګډون افغانانو لوبه لیده، زړه یې درزېده، چې خدای مه کړه شینواري اوټ نه شي او لوبه ونه بایلو؛ خو شینواري د وطن لپاره لوبه وکړه او د افغانانو په خوله یې مُسکاوې خپرې کړې. شینواري ته د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم ورکړل شوه.

که له یوې خوا افغانان د لوبې په بریا خوشحاله وو، خو له بلې خوا د شینواري د سلیزې په نه جوړولو خفه شول، ځکه یواځې څلور منډې یې سلیزې ته پاتې وې، چې بونډري یا پوله کې کېچ شو.

نورې لوبډلې او سمیع الله شینواری
۲۰۱۱ او ۱۲ م کلونو کې له افغان چیتا لوبډلې سره مل و، ۲۰۱۳ م کال کې د بنګله دېش په سوداګریز لیګ کې له کولنا رویال بنګالز لوبډلې سره ملګری و، ۲۰۱۳ کال کې محمدیان سپورټس کلب سره ولوبېد، ۲۰۱۷ کال کې بُست سیمه یزې لوبډلې سره په شپږیزه لیګ کې ملګری شو، ۲۰۱۷ کال کې سپین غر ټایګرز لوبډلې ته راغی، ۲۰۱۷ کال کې بي پي ایل کې له رنګپور رایډرز لوبډلې سره و، ۲۰۱۸ کال کې له پکتیا پېنتر لوبډلې سره د افغانستان په سوداګریز لیګ کې برخوال و او په ۲۰۱۸ کال کې د عربو په ټي ټېن لیګ کې له سندي لوبډلې سره مل و.

دی د دې امله په مسټرناټ اوټ مشهور دی، چې ډېری لوبو کې دی ناټ اوټ وتلی دی او په خورا حوصله لوبه کوي؛ خو دا چې منډه کې تیز دی، ځېنې وختونه نور لوبغاړي رن اوټ کوي او یا هم ځان د رن اوټ ښکار کوي.
چونکې دې تیز دی نو په لنډ ځای کې منډه کوي او بیا رن اوټ کېږي. دی له نبي سره په لنډ ځای کې په ښه منډه جوړولو مشهور دی. ډیرکله چې دواړه ودریږي، بیا ځیني خلک وايي اوس به د افغانستان لپاره یوه او دوه منډې په اسانه او ښې جوړې شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 321 تاريخ : جمعه 26 بهمن 1397 ساعت: 19:50