پاکستان ته د مودي خبرداری: زموږ یوه قوي ځواب ته په تمه شئ !

ساخت وبلاگ

راپور: غازي عابد

پرون پنجشنبه په هندي کشمیر کې، د یوې بمي حملې په ترڅ کې چې ددغه هیواد په یوه پوځي ګروپ ترسره شو، ۴۴ نیمه پولیسي نظامیان ووژل او ګڼ نور یې ټپيان کړل.

له دې حملې وروسته د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پاکستان ته خبرداری ورکړ چې د یادې حملې مقابل کې دې یوه ستر ځواب ته په تمه شي.

دې برید ددغو دوو ګاونډي اټومي قوتونو ترمنځ خرابې اړیکې لا نورې کړکیچنې کړي دي.

په اکثریت مسلمان میشته جمو او کشمیر کې چې بغاوت او سرکشي جریان لري، دا په وروستیو لسیزو کې خطرناک برید بلل شوی.

هندي لومړي وزیر نریندرا مودي له امنیتي مشاورینو سره په غونډه کې وویل: «موږ به یو ډیر وړ او جوړ ځواب ورکړو، دې ګاونډي ته به اجازه ورنه کړو چې بې ثباته او کمزوري مو کړي.»

دا برید داسې مهال دی چې یوازې څو میاشتې وروسته په هند کې عمومي ټاکنې هم کیږي، ښايي سیوری پرې وغوړوي.

پاکستان میشتې جیش محمد ډلې ددې د برید مسوولیت په غاړه اخیستی. دوی ویلي چې په یوه له چاودیدونکو ډک موټر سره یې له هندي پولیسو ډک بس باندې چاودنه کړې.

سپینې ماڼۍ هم دا برید غندلی او په پاکستان یې یو ځل بیا غږ کړی چې ژر تر ژره دې په خپله خاوره کې د تروریستي ګروپونو له ملاتړ او ځای ورکولو لاس واخلي.

هند وايي؛ په دې حمله کې د پاکستان ښکاره لاس و او هیڅ انکار ترې نه شي کیدای. خو پاکستان د هند ادعا په کلکه رد کړي او دا یې د هند جدي وارخطايي بللې.

ارن جیاتلای، د هند د مالیې وزیر د ډیپلوماټیکو فشارونو غوښتنه هم کړې. ده ویلي د بهرنیو چارو وزرات به ټول ممکنه ګامونه واخلي او دوی به هم ټول هغه ممکنه اقدمات ترسره کړي چې پاکستان له نړیوالې ټولنې منزوي او یوازې کړي.

ده ویلي، لومړی ګام به دا وي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ او مرستو هغه دوه اړخیزه تجارتي تړون به ختم کړي چې له مخې یې پاکستان سره هرکال دوه بیلونه ډالرو راکړه ورکړه کوي.

په کشمیر کې له دې وړاندې په ۲۰۱۶ کال کې هم ورته حمله شوې وه چې تلفات یې کم او ۲۰ هندي سرتیري یې وژلي ول.

باید وویل شي چې هندي ځواکونو ۷ تنه دې پيښې سره د تړاوو په تور نیولي.

په دې بس کې چې برید پرې شوی ۷۰ هندي سرتیري سپاره ول. د جمو کشمیر والي ساتیا پال ملک په دومره ګڼ شمیر کې د سرتیرو یوځای انتقال د چارواکو او امنیتي کسانو تیروتنه بللې.

ده ویلي له دې بس ور اخوا شا او خوا ۲۵۰۰ نور امنیتي کسان په همدې سړک روان ول، باید په دومره شمیر کې کساان داسې یوځای انتقال نه شي.

هند اوسمهال د یوه مهم نړیوال لوبغاړي په حیث په نړیوالو مسایلو کې خپل اغیز لري، ترڅنګ یې له امریکا او لویدیځ سره یې هم اړیکې ښې دي، ښايي په نړیوال کچه پر پاکستان لا ډیر فشارونه راوړي.

له دې وړاندې هم هند، پاکستان د تروریزم ځاله او ملاتړی بللی او په نړیواله ټولنه یې غږ کړی چې پاکستان دې منزوي کړای شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 316 تاريخ : جمعه 26 بهمن 1397 ساعت: 19:50