د روسي لښکرو د وتو کلیزه؛ روسیه ولې بیا هم په افغان قضیه کې مهم رول لري؟

ساخت وبلاگ

د دلوې ۲۶ مه له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د لښکرو د وتو۳۰ مه کلیزه پوره شوه، خو روسیه ۳۰ کاله وروسته هم د افغانستان په سیاست کې یو ښکېل قوي لوری دی.

۳۰ کاله وړاندې شوروي اتحاد خپل وروستي عسکر د افغان- ازبکستان پر پوله له افغانستانه وویستل.

هغه مهال افغان روس پلوه ولسمشر ډاکټر نجیب الله دا ورځ د افغانستان د نجات ورځ اعلان او په شاندارو مراسمو ونمانځله.

پر امتیاز اخیستو سیالي
افغان مجاهدین او کمونیست پلوه حکومت دواړه د روسانو د وتو امتیاز خپل حق ګڼي.

د ډاکټر نجیب پلویان هغه د روسي سرتېرو ویستونکی ګڼي.

د دوی په وینا که نجیب روسانو ته د دوی تر وتو وروسته د افغانستان د کمونیست پلوه حکومت د دوام ډاډ نه وای ورکړی؛ روسانو به د افغانستان پریښودو ته زړه نه ښه کاوه.

اونۍ وړاندې د مخکیني ولسمشر حامد کرزي په شمول، یو شمیر مهمو سیاستوالو له طالب استازو سره مسکو کې ولیدل

خو د روسیې پر وړاندې د افغان جهاد پلویان د روسانو وتل خپل بریالیتوب او لاسته راوړنه ګڼي.

دوی باوري دي، چې روسانو ته په افغانستان کې داسې شرمونکې ماتې ورکړل شوه، چې حتا نور یرغمل کړي هېوادونه ترې ازاد او امپراتوري یې دړې- وړې شوه.

د روسیې د مداخلو دوام
روسیه که پرون چا ویستې وه او چا نه، جلا بحث دی؛ نن مهمه پوښتنه دا ده چې دغه هېواد ولې بیا هم په افغانستان کې د لاسوهنې پراخه زمینه لري او یوه لویه برخه افغان سیاستوال ترې تغذیه کیږي؟

په ماسکو کې د وسله والو طالبانو، جهادي مشرانو، پخوانیو کیڼ اړخو سیاستوالو، له غربه راغلو یو شمېر مطرحو څېرو او نورو سیاسیونو په عجیب و غریب ترکیب د افغان سولې په اړه جوړه شوې غونډه د افغانستان پر سیاست د پخواني شوروي د ژور اغېز او نفوذ دوام ښیي.

روسیه ولې ښکېله ده؟
روسیه د دې باوجود، چې په نړیوال سیاست کې باید چین د یوه لوی اقتصادي ځواک په حیث د امریکا د سیالۍ طرف وای؛ خو دا موقف روسیې له ځان سره ساتلی او اوس هم له امریکا سره لویې ناندرۍ پر مخ وړي.

دا هېواد په سیمه کې د امریکا د پوځي حضور د مزاحمت ترڅنګ افغانستان د خپل نفوذ ساحه ګڼي او د دې ادعا د ثابتولو لپاره یې په پراخه کچه مختلف افغان سیاستوال پرځان مات کړي.

دا چې دوی یې څنګه خپل کړي، د ډېر بحث وړ به نه وي، ځکه لوستونکي د افغان سیاستوالو د خپلیدو په لارو چارو ښه پوهیږي.

۳۰ کاله وړاندې د شوروي سرتیري له افغانستانه ووتل

د ارزښتونو چېلنجیدل
په ماسکو کې د روسیې د پردې ترشا رهبرۍ نه وروسته د سولې لویې غونډې د افغانستان د لویه برخه سیاستوالو ارزشي ادعاوې ( اسلام، ازادي، وطن پالنه، د روس پر وړاندې جهاد او…) په شدت سره وننګول.

له دې ناستې وروسته به هغو ډلو په خاصه توګه مجاهدینو ته د روسي ځواکونو د ویستو او د اسلام د دفاع په نوم د امتیاز اخیستو نارې په حیثیتي لحاظ چندان مناسبې نه وي.

خو د افغان سیاستوالو په اړه یو قضاوت دا دی، چې سیاست یې له اخلاقو، شرم او حیثیتي بحثونو څخه ډېر لیرې بیولی!

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 289 تاريخ : جمعه 26 بهمن 1397 ساعت: 19:50