د سمندري غذا د خوړلو له امله سونونګم تر روغتونه رسول شوی

ساخت وبلاگ

د هند رسنۍ وایي، د سمندري غذا خوړل د دغه هېواد مشهور او د ښکلي غږ لرونکي سندرغاړي سونونګم لپاره دومره قیمتي تمام شوي چې نومړی یې تر روغتونه رسولی دی.

د رپوټونو له مخې کله چې هغه له خپل کنسرت څخه راوګرځېده نو وضعیت یې ناڅاپه ډول تر دې اندازې خراب شوی وه، ان د مرګ له ګواښ سره مخ وه.

دغه سندرغاړي هم ویلي چې سخته ناروغه شوې وه.

نوموړي پر خپل انسټاګرام خپل دوه تصویرونه هم خپاره کړي چې په کې نوموړی په روغتون کې په داسې حال کې معلومیږي چې اکسیجن ماسک ورته لګېدلی.

په خپور شوي تصویر کې د نوموړي پر څهره د ناورغۍ نښې معلومیږي او یوه سترګه یې هم پړسېدلې ښکاري.

سونونیګم پر خپل انسټاګرام پاڼه د ده د ناروغۍ په تړاو لیکلي چې کله تېره شپه د جی پور له کنسرټ څخه راګرځي نو د ځينو شیانو سره حساسیت ښيي او په خبره یې روغتیایي وضعیت یې خرابیږي.

نوموړي زیاته کړي، د ټولو لپاره دا غوره درس دی چې که چېرته څوک حساسیت ولري نو باید زیات احتیاط وکړي.

دی زیاتوي، دی خپله هم د سمندري غذا سره حساسیت لري.

د ده په خبره که چېرته ناناوتي روغتون ورسره نږدي نه وای، نو ممکن ژوند به یې له لاسه ورکړی وای.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 281 تاريخ : دوشنبه 22 بهمن 1397 ساعت: 16:34