هندي فلمي لارښود خپله میرمن وژلې او د بدن ټوټې یې مختلفو ځایونو کې غورځولي

ساخت وبلاگ

د هندوستانۍ سېنما د تامیل فلمونو یو فلم لارښود بالا کرشنا د خپلې مېرمنې د قتل په تور پولیسو نیولی.

د هندوستان د چینایې ایالات پولیس وایي چې دغه سړي خپله مېرمن وژلې او بیا یې ورته د بدن ټوټې په مختلیفو سېمو کې غورځولي دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې تر اوسه د فلم د لارښود بالاکرشنا د مېرمنې د بدن ځينې ټوټې موندل شوي دي.

د چینایې د پولیسو کمشنر وایي فلم جوړونکي بالاکرشنا مېرمن ۳۵ کلنه سندهیا چې د فلم لوبغاړې هم پاتې شوې وه د جنوري د میاشتې له ۱۹ نېټې راپه دېخوا نادرکه شوې وه.

د نوموړې د نادرکه کېدو وروسته یې مور د پولیسو په مرکز کې عریضه کړې وه او کله چې پولیسو پلټنې پيل کړي وې نو په ۲۱ د جنوري یې د اداکارې سندهیا د جسد ټوټې له مختلیفو ځایونو راټولې کړي.

بالاکرشنا او مېرمن یې

پولیس وایي د بدن ټوټې یې د سندهیا پر پښو د لګول شوي (ټيټو) څخه پېژندلي او ټولې کړي دي.

پولیسو د دغه پېښې د پلټلو لپاره یو هئيت ټاکلی او تر پلټنو وروسته یې د فلم لوبغاړې سندهیا خاوند او فلم جوړونکی بالاکرشنا هم د نوموړې د قتل په تور نیولی.

پولیس وایي مېرمن سندهیا یې خاوند وژلې او بیا یې ورته بدن ټوټه ټوټه کړی او په مختلفو ځایونو کې یې ورته د بدن ټوټې غورځولي دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې بالاکرشنا پر خپلې مېرمنې شکمن و او هر ورځ به یې تر منځ شخړې هم راتلې تر دې چې په ۱۹ د جنوري د دوی تر منځ شخړه دومره لویه شوې وه چې خبره یې تر قتله ورسېده.

خاوند خپل جرم منلی او پولیس د جسد د نورو ټوټو د موندلو په لټه کې دي.

د یادولو ده چې د سندهیا او بالاکرشنا لس کاله وړاندې واده کړی وه او دوی دوه بچیان هم لرل.

پولیس وايي، کورنۍ شخړې یې زیاتې وې او همدا لامل وه چې مېرمن سندهیا تېر کال د خپل خاوند په خلاف د تاوتریخوالی شکایت هم کړی وه او له هغې د طلاق اخیستو غوښتنه کړې وه.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 276 تاريخ : دوشنبه 22 بهمن 1397 ساعت: 16:34