په تخار او هلمند کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ساخت وبلاگ

تالقان- لښکرګاه (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٧): امنيتي مسوولين وايي چې په تخار او هلمند ولايتونو کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو کې ٣٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٣ نور ټپيان شوي دي.

امنيتي ځواکونو له تېرو څو ورځو راهيسې د تخار په خواجه غار، خواجه بهاءالدين، ينګي کلا او دشت کلا ولسواليو کې عمليات پيل کړي دي.

د دغو عملياتو مشر ډګروال عبدالجميل مسافر د سلواغې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې تر اوسه ١٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په دغو عملياتو کې تر اوسه امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او عمليات دوام لري.

هغه وايي: ((دغه عمليات به تر هغه دوام وکړي، څو دغه سيمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شي.))

دغه راز د خواجه غار اوسېدونکي غلام صديق پژواک ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.

ده وويل چې په دغو جګړو دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې معلومه نه ده.

بل لور ته طالبان هم دغه عمليات تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې پرون ناوخته په خواجه غار ولسوالۍ کې طالبانو د حکومتي ځواکونو پر عملياتي کتار بريد کړى او يو ټانګ يې پر ماين الوځولى دى.

ده وويل چې په دې پېښه کې لس حکومتي سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په هلمند کې هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې شوې دي.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالسلام افغان پژواک ته وويل چې تېره شپه په ګرمسېر او ناوې ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې شوې دي.

ده وويل چې په دغو جګړو کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي او د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

دغه راز په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستيال جګړن عبدالولي پژواک ته وويل چې تېره شپه په ګرشک ولسوالۍ کې ضربتي ځواکونو عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

ده وويل چې په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو د وسلو يوه لويه زېرمه هم له منځه وړل شوې ده.

د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې طالبانو د هلمند په ګرشک، نادعلي او مارجي ولسواليو کې حکومتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د يادونې ده، د پسرلي موسم په را نږدې کېدو سره يو ځل بيا د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 302 تاريخ : دوشنبه 22 بهمن 1397 ساعت: 16:34