روهیټ شرما بل ریکارډ هم مات کړ !

ساخت وبلاگ

د هندوستان لوبډلې تکړه پیلیز لوبغاړي روهیټ شرما په شل اوریزه نړیوالو لوبو کې یو بل ریکارډ په خپل نوم کړ.

شرما په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د زیاتو منډو جوړولو د توپ وهوونکو د نوملړ په سر کې راغی.

دغه هندوستاني توپ وهونکي وکولی شول چې د نیوزلینډ چټک او تیز توپ وهوونکی مارټین ګوپټيل تر شاه پرېږدي.

روهیټ شرما دغه کارنامه تېره ورځ د نیوزلینډ د کرکټ لوبډلې سره د شل اوریزه سیالۍ پر مهال وکړه، دغه سیالۍ د هندوستان او نیوزلینډ د شل اوریزه سیالیو د سریز دوهمه سیالي وه.

په دغه لوبه کې روهیټ شرما پنځوسیزه ووهله او د همدې ۵۰ منډو په جوړولو سره یې د ډېرو منډو جوړولو په نوملړ کې د مارټین ګوپټیل ځای ونیوه.

روهیټ شرما اوس ۲۲۸۸ منډې لري او په اول مقام کې دی په داسې حال کې بې رحمه توپ وهونکي مارټین ګوپټیل د ۲۲۷۲ منډو په لرو سره دوهم لري.

دغه راز هندوستاني پيلیز لوبغاړي شرما په ټي ټونټي کرکټ کې خپل د شپږیزو سلیزه هم پوره کړه او دا د هندوستان کرکټ لوبډلې لومړی لوبغاړو شو چې په شل اوریزه سیالیو کې خپلې شپږیزې تر ۱۰۰ اړوي.

روهیټ شرما د سریز په دوهمه لوبه کې ۲۹ توپونو باندې ۵۰ منډې جوړې کړي چې په کې ۳ څلوریزې او ۴ شپږیزې شاملې وې.

اوس په دغه فارمټ کې نوموړی لوبغاړی ۱۰۲ شپږیزې لري او د هندوستاني لوبغاړو تر منځ د نوملړ په سر کې دی.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 277 تاريخ : يکشنبه 21 بهمن 1397 ساعت: 23:30