د ټرمپ غذایي رژیم؛ څه خوري، څه نه خوري؟

ساخت وبلاگ

د امریکا پینځه څلویښتم ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نړیواله کچه له ډېرو هغو مطرحو سیاستوالو څخه دی، چې هره ورځ د رسنیو سرټکی وي.

د ټرمپ د عجیب و غریب شخصیت شخصي ژوند او معلومات له همدې کبله لوستونکو ته جالب او د پام وړ دي.

دلته به یې د عمر او په خاص ډول د غذایي رژیم (خوراک – څښاک) په اړه وغږیږو.

ځوان بوډا ولسمشر
ټرمپ لکه چې پوهیږئ ۷۲ کلن او د امریکا په تاریخ کې د دغه هېواد تر ټولو لوړ عمره ولسمشر دی.
خو هغه د اوږده عمر باوجود د ډاکټرانو په وینا یې ښه جسمي او بدني وضعیت لري.
به ظاهري ډول هم ټرمپ دومره زوړ یا عمر خوړلی نه ښکاري. دی څېرې نه ځوان او ځلیدلی ښکاري؛ نه لکه یو ۷۲ کلن سړی.
د ټرمپ زوړ عمر او ځوانه څېره مو هڅوي، چې د ده پر غذایي رژیم وپوهیږو.

ټرمپ د فسټ فوډ شوقي دی


تاسې به فکر کوئ، چې د ټرمپ د ځوان پاتې کیدو یو دلیل به د ده د غذایي رژیم زیات ښه والی وي.
خو واقعیت داسې نه دی، ټرمپ د فسټ فوډ یا عاجلو چمتو کیدونکو خوړو زیات شوقي دی.
هغه په ۲۰۱۶ کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال د خپل غذایي رژیم په اړه د خبریال پوښتنې ته په ځواب کې وویل: فسټ فوډ لکه: مک دونالد، ساندویچ او فیش دیلایت مې ډېر خوښیږي.

کی‌.‌ایف‌.سي


د کی ایف سي خواړه هم د ټرمپ ډېر خوښیږي.
هغه په ۲۰۱۶ کې پرخپل ټویټر د خپل شخصي جیټ الوتکې یو تصویر خپور کړ، چې پکې د کی ایف سي خوراکونو د یوې بڼې په خوړلو بوخت ښکاري.
ټرمپ د دې خوراکونو زیات شوقي ځکه ښکاري، چې مخې ته یې د شل ډالرو خوراک ایښی و.
دغه خوراک یوه نه؛ بلکې څو کسو لپاره و او د ټرمپ مخې ته یې موجودیت دا ښوده، چې دی یې زیات علاقه مند دی.

چپلي کباب
ټرمپ د چپلي کبابو سخت شوقي هم دی. د هغه اشپزانو ویلي، چې ټرمپ د ډېرو سرو کړو چپلي کبابو مینه وال دی.
د زیاتو سرو شویو کبابو په اړه ډاکټران موافق نه دي، دوی وایي داسې کباب خاصتا عمر خوړلو ته ځکه ښه نه دي، چې حافظه یې کمزورې کوي او د سرطان په پروستات یې اخته کوي.
خو ټرمپ د زړوالي باوجود دې ته نه؛ بلکې خپل شوق ته ارزښت ورکوي او په مړه خیټه یې خوري.

تاکو سلاد
دا یو ډول مکسیکویي سلاد دي، چې زیات قیمتي او په عین حال کې خوندور دي.
ټرمپ دا سلاد هم ډېر خوښوي او د غذایي رژیم یوه مهمه برخه یې ده.

ټرمب الکولي شیان نه څښي
د ټرمپ په اړه به دا خبره په اسانه څوک ونه مني، خو هغه الکولي شیان نه څښي.
ویل کیږي، چې الکولو نه ټرمپ په دې نفرت لري، چې د ده مشر ورور یې مړ کړی.
د دې ترڅنګ دا ادعا هم شته، چې هغه زیات الکول څښي او د عجیب و غریبو پریکړو یو دلیل یې د ده زیاته نیشه وي.

کینگ برګرې یې زیاتې خوښیږي
دا برګرې هم ټرمپ زیات خوښوي او د غذایي رژیم یوه مهمه برخه یې ده.
جالبه دا، چې کله په موټر کې د سفر پر وخت خپلو کسانو ته د دغو برګرو د پېرلو وایي او په موټر کې یې خوري.

پیتزا
دا خوراک نو د هر چا خوښیږي، ټرمپ یې بیا پر سر پراته مواد په ډېر شوق خوري، خو له ډوډۍ سره یې زیات جوړ نه دی.

رژیمي نوشابې
ټرمپ نوشابې څښي، خو عامې یې نه. د ده هغه نوشابې خوښې دي، چې رژیم لرونکې وي او ده ته زیات تاوان ونه رسوي.

سهارنۍ نه خوري، ماښامنۍ زیاته خوري


د عامې قاعدې او سپارښتنو برعکس ټرمپ د سهارنۍ پرځای د شپې د ډوډۍ یا ماښامنۍ زیات شوقي دی.
د ده د ځینو نورو خواصو په شان دا موضوع هم عجیب و غریبه ده.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 320 تاريخ : شنبه 20 بهمن 1397 ساعت: 1:36