له عاشقانه اړیکو وېره؛ د وېرې دلایل او حل لارې دا دي

ساخت وبلاگ

ژباړه:صادق طارق

عاشقانه یا د مینې اړیکې داسې نه دي، چې محدودو خلکو ته وي او د نورو به هیڅ نصیب پکې نه وي.
البته په عامه اصطلاح بدبخته خلک به هم وي، چې د دې اړیکو نصیب نه لري.
خو په ټوله کې هر څوک د مینې زړه نه لري، یانې وېریږي چې دا اړیکه یې په کومه بلا وانه ړوي.
په دې مطلب کې به هغه دلایل بحث کړو، چې په عام ډول له عاشقانه اړیکو د خلکو د وېریدو سبب شوي:

مقابل لوری به ورته مناسب نه وي
له مینې څخه د وېریدونکو خلکو لومړۍ وېره او اندیښنه دا ده، چې مقابل لوری به د ده/ د دې لپاره مناسب انتخاب نه وي.
په دې مانا، چې وېریدونکې نجلۍ یا هلک به له دې ډاریږي، چې د مینې وړاندیزړکوونکی/ وړاندیز کوونکې به ورته د مینې یا ګډ ژوند لپاره مناسبه ټاکنه نه وي.

ډېر خلک د دې وېرې لپاره منطقي دلایل هم لري. مثلا: یا به د دواړو خواوو طبیعت نه سره جوړیږي، یا به یې د کورنیو جوړه نه راځي او یا به په سیاسي- اقتصادي- شخصیتي او نورو لحاظونو د دوی جوړجاړی ممکن نه وي.

د عاشقانه شکست تجربه به لري
ځینو خلکو یو ځل په مینه کې شکست تجربه کړی وي او د بیا ځلي شکست له وېرې دویمې یا څوومې مینې ته زړه نه ښه کوي.
خو که تاسې له دې خلکو څخه یاست، دې موضوع ته ډېر چورت مه خرابوئ.
تاسې کولای شئ بیا خپل بخت وازمایئ او بل چا ته د مینې لاس ورکړئ.
ټول خلک یو ډول نه دي، نه بخت او شرایط هر وخت درسره یو ډول چلند کوي.

د کمزورۍ احساس
له مېنیدو سره انسانان یو ډول د کمزورۍ احساس کوي؛ دا احساس تر ډېره په دې وجه وي چې مېن شوی/ مېنه شوې یو چا پورې د خپلې پېیلتیا له کبله ځان کمزوری/ کمزورې ګڼي.
که تاسې له دې ډلې خلکو یاست، هڅه وکړئ چې له دغه احساسه ځان خلاص او منطقي فکر وکړئ.

د خپلواکۍ احساس
هغوی چې له مینې ډاریږي، یا له وېرې پرته نه غواړي مېنان شي، یو دلیل یې دا دی چې دوی غواړي تل خپلواک واوسي.
دا ډله خلک دې ته لومړیتوب ورکوي، چې د مینې په قید کې هم ګېر نه وي او پوره ازادنه ژوند وکړي.
تاسې که په دې خلکو کې یئ، دا فکر مو بدل او مطمین شئ، چې مینه ستاسې ازادي نه سلبوي.

د بحث د حوصلې نه لرل
مېنان لکه د یوې ګډې پروژې شریکان معمولا ځانته حق ورکوي، چې تل د ځینو حتا کوچنیو مسئلو په اړه پر مقابل لوري خپل نظریات ومني. دا احساس د دوی ترمنځ د جروبحث فضا رامنځته کوي.
ډېر خلک د دغو بحثونو او فضا حوصله بیا نه لري. دوی فکر کوي، چې له دغو بحثونو د خلاصون غوره لاره له عاشقانه اړیکو لیرې والی دی.
خو که تاسې له دې وېرې عاشقانه اړیکې نه پالئ، وېره مو ختمه او له اوله سره داسې اړیکه جوړه کړئ، چې د جروبحث جنجال نه یې بې غمه اوسئ.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 285 تاريخ : شنبه 20 بهمن 1397 ساعت: 1:36