سوله، ټاکنې، بهرنۍ اړیکې، د غني او اتمر مقایسه؛ عمر زاخېلوال پرې دا تبصرې لري

ساخت وبلاگ

ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال د حامد کرزي د مالیې وزیر، د ډاکټرغني اقتصادي سلاکار او بیا په پاکستان کې سفیر او ځانګړی استازی و.

زاخېلوال څو میاشتې مخکې له خپلې دندې مستعفي او د حنیف اتمر له ټاکنیز ټیم سره ملګری شو.

د هغه د یوې تازه مرکې په حواله پر مختلفو تودو موضوعاتو د نوموړي نظرونه دلته نقلوو.

ولې د اتمر ملګرتیا؟
زاخېلوال وایي غني او اتمر دواړه یې ملګري دي، خو اوس یې وجدانآ د اتمر ټاکنیزه ملګرتیا غوره ګڼلې ده.

د ده په وینا دی په ۲۰۱۴ کې د کرزي یوازینی مقتدر وزیر و، چې د ولسمشریزو ټاکنو له پیله یې د اشرف غني ملاتړ کاوه.

دا انځور ۲۰۱۲ کال کې زاخیلوال په خپله فیسبوک پاڼه خپر کړی او ورسره لیکلي یې دي: At Kabul, Nawroz 1391.

د ده په وینا غني ته یې ویلې یوازینۍ جمله اوس حنیف اتمر ته ویلې.

دی وایي غني ته یې ویلي وو: زه غواړم د یوه چارواکي له نارامه ژوند څخه مې په هېواد کې د یوه عادي افغان په آرامه ژوند بدل کړې.

زاخېلوال وایي په غني کې یې د دغه بدلون راوستو وړتیا لیدلې وه، خو هغه دا هیله پوره نه کړی شوه.

زاخېلوال اوس همدا هیله اتمر نه لري، خو له خبرو یې زړه نازړه هم ښکاري.

دی وایي: هیله من یم، چې د یوه انسان په حیث په دې فیصله کې بیا تېرنه وځم!

سوله او ستونزې یې
زاخېلوال د سولې د وروستیو هڅو هرکلی کوي او وایی ده د سولې لپاره هم د سفارت پر وخت یې هڅه وکړه، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ورغوي.

دی په ورته وخت کې حکومت د سولې مذاکراتو لپاره په خپلسرو هڅو تورنوي.

زاخېلوال وایي کوم پلاوی، چې حکومت د سولې مذاکراتو لپاره ټاکلی، د دغه کار وړتیا نه لري.

ټاکنې او ولسمشرغني
عمر زاخېلوال حکومت او شخصا ولسمشرغني تورنوي، چې له ټاکنو سره مسولانه چلند نه کوي.

دی په ټاکنیزو کمیسونونو کې اصلاحات اړین ګڼي، خو وایي د اصلاحاتو لپاره په رامنځته شوي چوکاټ کې باید ټول مطرح او نا مطرح ولسمشریز نوماندان باید دخیل کړل شي.

د ده په وینا اوسني ټاکنیز کمیسونونه ځکه ناکاره دي، چې د ملي یووالي حکومت مشرانو رامنځته کړی او وړتیاوو ته پکې لومړیتوب نه دی ورکړل شوی.

دی وایي له ټاکنیزو اصلاحاتو سره په دې شرط موافق دی، چې نوماندانو سره په مشوره رامنځته شي.

سوله او بهرنۍ ګټې
زاخېلوال د سولې هڅو ته له دې اړخه اندیښمن دی، چې په هم مهاله ډول به ډېر موثر هېوادونه پکې همغږي نه وي او دا کار به د سولې هڅې زیانمنې کړي.

دی په سیمه او نړۍ کې د هېوادونو تضادونو ته په کتو سره وایي، چې لازمه ده په عین حال کې عربي هېوادونه او ایران، امریکا او روسیه، پاکستان او هند یا ورته نور متضاد قوتونه ټول د سولې په هڅو کې مشترکې همکارۍ ولري.

زاخېلوال له هرڅه سره د افغانستان د کشالې پر سوله ییز حل ټینګار کوي.

د ده په وینا څه باندې ۱۷ کلنې جګړې یو ځل بیا وښوده، چې افغان کشاله نظامي حل نه لري.

غبرګونونه
د ولسمشرغني یو شمېر پلویانو بیا په ټولنیزو رسنیو کې د زاخېلوال دا خبره نقد کړې، چې د حنیف اتمر ملاتړ یې وجداني مسولیت ګڼلی.

دوی ویلي، چې زاخېلوال د مالیې وزارت د پراخ فساد او سل و زرو نورو بې قانونیو او ظلمونو پر وخت ولې خپل وجداني مسولیتونه هېر کړي وو؟

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 262 تاريخ : جمعه 5 بهمن 1397 ساعت: 16:16