ننګرهار او زابل کې وسله والو طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

ساخت وبلاگ

کلات، جلال اباد (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٧) : چارواکي وايي چې په زابل او ننګرهار ولايتونو کې د عملياتو او نښتو پر مهال وسله والو طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 د زابل د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال امیرجان الکوزي د مرغومي په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ددغې ولسوالۍ د سرخسنګ په سیمه کې وسله وال را ټول شوي وو او غوښتل یې د پولیسو پر یوه پوسته ډله ييز برید وکړي .

هغه زياته کړه، افغان ځواکونو یې په اړه معلومات تر لاسه کړل او جګړه یې پرې پيل کړه چې په ترڅ کې يې اته وسله وال طالپان او درې پولیس ووژل شول.

د ولسوال په وينا، په دې جګړه کې  لس طالبان او درې پولیس ټپیان شوي چې د يو شمېر مخالفينو جسدونه په سيمه کې پاتې دي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار  د والی وياند عطاالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې د افغان ګډو ځواکونو د پیل شويو عملياتو پرمهال لعلپورې ولسوالۍ کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او د دوی يو شمېر درنې او سپکې وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه وسله وال طالبان د دې ولسوالۍ ګرداب، مير سنګی، چکنور، ګل ډاګ، کوچيانو کلي، شګې ناوه او ساده سيمو کې وژل شوي او يادې سيمې د دوی له شتون څخه په بشپړ ډول پاکې شوې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 313 تاريخ : شنبه 29 دی 1397 ساعت: 15:08