نړیوال ناورین؛ میلیونونه کسان تشناب نه لري

ساخت وبلاگ

ژباړه: بشردروېش

د نړیوال روغتیایي سازمان د ارزونو له مخې د نړۍ درېیمه برخه خلک لازمې روغتیایي اسانتیاوې نه لري.

د دغو څېړنو له مخې په نړۍ کې له دغو اسانتیاوو څخه د بې برخو کسانو شمېر دوه عشاریه درې میلیاردو ته رسیږي.

د تشنابونو بحران
یاد شوی سازمان د نړۍ له روغتیایي اسانتیاوو بې برخو کسانو ته تر ټولو عمده ستونزې د تشنابونو او حمامونو نه لرل ګڼلي.

سازمان وایي د نړۍ څلور عشاریه پینځه میلیونه کسان په خپلو کورونو کې تشنابونه او د صحي ژوند لرلو لپاره مناسبه فضا نه لري.

نړیوال روغتیایي سازمان زیاتوي، چې نیږدې ۹۰۰ میلیونه کسان د تشناب ته تګ اړتیاوې د سړکونو پر غاړو، د بوټو شاته او یا د نهرونو او ویالو ترڅنګ خپل ضرورت رفع کوي.

د تشناب نړیواله ورځ
د نومبر ۱۹ مه د تشنابونو د کموالي له کبله د تشناب د نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې ده.

د دې ورځې د نومونې دلیل دا دی، چې په نړیواله کچه د تشنابونو د کمښت ستونزه په جدیت سره بحث، زیانونه یې په ډاګه او د حل لپاره یې پر ګډو هڅو ټینګار وشي.

نورې روغتیایي ستونزې
د روغتیا نړیوال سازمان وایي په نړیواله کچه تر ۴۰ سلنې خلک لازمې روغتیایي اسانتیاوې نه لري.

سرچینه وایي د نورو روغتیايي او انساني اسانتیاوو د کمښت ترڅنګ د تشنابونو کموالی سبب شوی، چې یوه لویه برخه نړیوال پر وبا، اسهال، هپاتیټ، تیفوئید او ماشومان د ګوزڼ پر ناروغیو اخته شي.

نړیوال روغتیایي سازمان د ناپاکو اوبو مسئله هم په نړیوالو ستونزو کې یاده کړې ده.

دغه اداره وایي، چې د نړۍ تر ۱۰ سلنې خلک په متیازو لړلې اوبه د ورځینیو اړتیاوو لپاره یې کاروي.

د لوړې کچې تلفات
نړیوال روغتیایي سازمان وایي چې هرکال تر ۹۰۰ زرو پورې کسان په مختلفو هېوادونو کې له دې کبله مري، چې د کمو عوایدو له وجې لازمو روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

سازمان وایي که ځینې طرحې یې په عاجل ډول ومنل شي او د پاکو اوبو او لازمو روغتیایي اسانتیاوو د برابرولو مالي ملاتړ یې وشي؛ هیله شته چې هرکال تر ۵ کلنۍ د کم عمره ۳۶۱ زره ماشومانو د مرګ مخه ونیول شي.

د ارقامو لوړیدل
له ۱۹۹۰ راهیسې روغتیايي اسانتیاوو ته د لاسرسي نړیواله فیصدي له ۵۴ سلنې څخه ۶۸ سلنې ته پورته شوې ده.

نړیوال روغتیایي سازمان په دغه وضعیت نیوکه لري او وایي، چې د کم کاریو له وجې د پرمختګ پرځای شاتګ شوی دی.

څه باید وشي؟
نړیوال روغتیایي سازمان وایي د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د ۲۰۱۰ د مصوبې له مخې، چې روغتیایي اوبو او صحي اسانتیاوو ته لاسرسی یې د یوه انساني حق په توګه وپېژنده او د تامین لپاره یې پر ګډو هڅو ټینګار وکړ؛ لازمه ده چې ټول هېوادونه له دې اړخه د شته نړیوال ناورین د ختمولو لپاره لاس په کار شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 302 تاريخ : چهارشنبه 26 دی 1397 ساعت: 17:58