د بریالیتوب هغه غوره ګامونه چې باید همدا نن یې واخلئ

ساخت وبلاگ

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس

دو څيزونه انسان نابودوي: په ماضي بوختېدل او په نورو بوختېدل.
هر څوک چې په ماضي کې پاتې شي، راتلونکی له لاسه ورکوي او که هرڅوک د نورو د چلند څارونکی واوسي، خپل ارامښت به له لاسه ورکړي.

په ژوندانه کې د برياليتوب لپاره ترټولو غوره ګامونه چې بايد پورته يې کړئ:

ـ خپلې لارې ته دوام ورکړئ او بدې پېښې هېرې کړئ.

ـ هېڅ چا ته اجازه مه ورکوئ چې ستاسو د رنځ له ليدلو څخه خوند واخلي.

ـ خوښي او خوښ پاتې کېدل د خپل ژوند سرمشق وګرځوئ.

– دا ځان لپاره مو دا تلقين کړئ چې تاسو د ستونزو په ګاللو کې يوازې نه ياست، په ټوله نړۍ کې داسې څوک نشته چې ستونزې دې ونلري.

ـ د خپل ژوند مسیر مو په روښانه توګه رسم کړئ.

– پر ځان باور خپل عادت وګرځوئ.

ـ روښانه، څرګندې او د لاسته راوړلو وړ موخې وټاکئ.

ـ د موخو په تعقيبولو کې هېڅ ډول ستونزو او ربړو ته مه تسليمېږئ.

ـ له ځان سره هرو مرو د ورځنيو کړنو د ترتیب لپاره يوه کتابچه بايد ولرئ.

ـ که مو وليدل چې کارونه په ښه ډول مخ ته نه ځي، پوه ملګري، مشاور او صادقه ښوونکي ته مو مراجعه وکړئ.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 319 تاريخ : چهارشنبه 26 دی 1397 ساعت: 17:58