ولې ټوخیږو؟ دلته یې په اړه ولولئ

ساخت وبلاگ

لیکنه: مریم محمدي

ټوخی داسې یوه ناروغي ده چې انسان ته په هر موسم کې پیدا کیدی شي، خو په دې ناروغي بیا په ژمې کې د لویانو ترڅنګ ماشومان ډېر اخته کیږي.

ټوخی څه ته وايي؟
ټوخی (Cough)یو ناڅاپي او تکراري ژغورونکی عکس العمل دی، چې په هوايي لارو او سږو کې د اجنبي اجسامو، مایع او نورو مخرشو موادو د شتون په صورت کې رامنځته کیږي او پدې ډول هوایي لارې او سږی پاک ساتي.

ټوخی دا ډولونه لري:
۱- حاد توخی: هغه ټوخی دی چې له دریو اوونیو کم دوام وکړي.
۲- تحت حاد ټوخی: هغه دی چې د دریو تر اتو اوونیو دوام ولري.
۳- مزمن یا اوږدمهال ټوخی: هغه ټوخی دی چې تر اتو اوونیو ډیر دوام وکړي.
۴- وچ یا بلغم نه لرونکی ټوخی
۵- بلغم لرنکی ټوخی
۶-میکروبي ټوخي
۷- غیر میکروبي ټوخی

ټوخي د مختلفوعواملو له امله رامنځته کیږي:

انتانات او میکروبونه
په دې ډله کې مختلف باکتریایي او ویروسي انتانات شامل دي چې لکه زکام، سینه بغل، حادبرانشیت او توبرکلوز چې پدې صورت کې ناروغ ټوخی پیدا کوي. دا ډول ټوخی ساري وي او نورو کسانو ته هم خپریږي چی له امله یې، میکروبونه هوا ته خارجیږي او روغ کسان هم مبتلا کوي.

د هوا ککړتیا
سګرټ، تمباکو، د موټرو او فابریکو لوګی، په کورونو او کوټو کې ګرد او د ګلانو موسم ټول هغه څه دي چې د سږو د تخریب او ټوخي د پیداکیدو سبب کیږي.

د معدې د تیزابو راګرځیدل د مرۍ خواته
په دوامداره ډول د معدې تیزابو راتلل مرۍ ته هوایي لارې تخریشوي او د مزمن ټوخي سبب کیږي.
په دې ناروغانو کې د ټوخي ترڅنګ د معدې او مرۍ سوزش یا په بل عبارت د زړه ایشیدل هم ورسره وي.

اجنبي ذرات
د غذا اوراوبو اوریا نورو ذراتو تیریدل هوایی لارو او سږو ته د شدید او ناڅاپي ټوخي سبب کیږي.

ځینې درمل:
د Angiotensin-converting enzyme inhibitor په نوم درمل چې د لوړفشار، د زړه د بې کفایتۍ او شکر په ناروغانو کې کارول کیږي، له 10-25% پیښو کې د وچ ټوخي سبب کیږي چې د دوا په قطع کولو سره ټوخی هم له منځه ځي.

رواني ستونز:
رواني مشکلات هم د ټوخي سبب کیږي اما دا حالت هغه مهال سم دی کله چې نور ټول اسباب رد شي.

اعصابو ستونزې
د هوایی لارو او سږو د حسي عصبي الیافو ستونزې هم د اوږدمهالي یا مزمن ټوخي سبب کیږي.
یادونه: د پرلپسې ټوخي له امله هرو مرو ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 355 تاريخ : چهارشنبه 26 دی 1397 ساعت: 17:58