د خوست د ځاځي میدان خلک وايي، پر ډیورنډ کرښه به څارنه کوي

ساخت وبلاگ

خوست ښار (پژواک، ۲۶ مرغومی ۹۷): د خوست د ځاځي ميدان ولسوالۍ اوسېدونکو پرېکړه کړې ده چې د دې ولسوالۍ اړوند پر تېرې شوې ډیورنډ کرښې به څارنه کوي.

هغوی وروسته له دې دغه پرېکړه وکړه چې د دې ولسوالۍ ته ورڅېرمه په ځينو سيمو کې پاکستاني پوځيانو د اغزن سیم لګول پيل کړل.

د ولسي خلکو له دې پرېکړې وروسته پاکستاني پوځيانو هم يادې سيمې ته نږدې پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار تېرولو کارونه په ټپه درولي دي.

د ډيورنډ کرښې ساتنې لپاره د سيمې قومي اربکيو د يادې ولسوالۍ د انګور تنګي او ځينو نورو غرونو پر سر چې ډيورنډ کرښه ترې په اسانۍ څارل کېږي، امنيتي پوستې جوړې کړې دي.

د جان محمد په نوم يوه قومي اربکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې هغوی دا پوستې شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې وروسته له هغه جوړې کړې، دې سيمې ته نږدې پاکستاني پوځيانو پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار د غځولو هڅې پيل کړې.

خو د هغه په وينا چې د قومي اربکيو د پوستو جوړولو وروسته هغوی د اغزن تار لګولو چارې په ټپه درولې دي.

نوموړی زياتوي: ((درې سوه کاله کېږي چې دا منطقه موږ سره ده. څو پېړۍ تېرې شوې دي، دا زموږ کلي دي، دا زموږ بانډې دي، دوی پر دې منطقه جال راتېروي نو موږ ورته وايو چې دا له موږ سره ظلم دی.))

خوست له پاکستان سره ۱۸۴ کيلومتره کرښه لري چې نږدې ۴۰ کيلومتره يې په ځاځي ميدان کې تېره شوې.

د دغو قومي اربکيو مشر تامير خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی خپلې سيمې ته په ورڅېرمه شاوخوا ۱۵ کيلومتره کرښه د اغزن سیم غځولو مخه نيولې.

نوموړی وايي چې دوی د پاکستاني پوځيانو د درنو وسلو توپ او ټانک پر وړاندې له کلاشينکوف او نورو پخوانيو ټوپکونو سره مقابلې ته راوتلي.

هغه وايي: ((اخري فيصله دا ده چې که دوی جال تېروي، موږ ډز پرې کوو، بله چاره يې نشته، که خپل طرف ته يې تېروي نو موږ غرض نه پرې کوو، که زموږ طرف ته يې تېروي نو موږ ډزې پرې کوو، تر څو چې ورسره سټ کړو.))

دا اربکي د نورو اکمالاتو تر څنګ اوبه په ډېرې سختۍ سره د غره سرته رسوي، پر دې سربېره د خوراکي توکو له کمښت سره هم مخ دي.

د سيال محمد په نوم يو بل اربکي له پژواک اژانس سره په خبرو کې له افغان حکومته غوښتنه وکړه چې د خوراکي توکو د اکمال تر څنګ يې په وسلو او نورو مهماتو هم تجهيز او سمبال کړي.

نوموړی وايي: ((له کلي نه په نوبت راځو، په هر کور دوې ورځې نوبت راځي، که څوک په خپله وزګار نه وي نو بيا بل سړی په پيسو ورته نيسي او په مياشتو مياشتو دلته پروت وي او وظيفه ترسره کوي.))

په همدې حال کې د خوست د والي وياند طالب منګل له پژواک اژانس سره خبرو کې ډاډ څرګند کړ چې حکومت په ټوله معنا د ولس تر شا ولاړ دی او د هغوی ستونزې به هواروي.

دی زياتوي: ((موږ د ولس تر شا يو او په هره توګه د ولس ملاتړ کوو، همېشه به د ولس ستونزې هواروو، له ولسونو ډېره مننه کوو چې له ولايتي ادارې يې ملاتړ څرګند کړی او له خپلې خاورې په ساتنه کې يې قربانۍ ورکړې دي.))

د معلوماتو له مخې، چې د ډیورنډ ټوله کرښه شاوخوا ۲۵۰۰ کيلومتره اوږدوالی لري او پاکستان حکومت ويلي چې پر ټوله کرښه اغزن سیم لګوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 285 تاريخ : چهارشنبه 26 دی 1397 ساعت: 17:58