دا خبرې همیشه له ځان سره پټې وساتئ

ساخت وبلاگ

لیکنه: عاشق الله نجیبي

د ځېنو خلکو یوه ستونزه دا ده چې هره خبره نورو ته کوي او هیڅ فکر پرې نه کوي چې دا خبره به زما په زیان وي او که په ګټه.

زما په اند دا یوه ناروغې ده چې په ډیرو انسانانو کې شته خو پدې نه پوهیږي چې دا کار به ماته څومره زیان ورسوي هیله ده چې د نورو خبرو سربیره دا څلور خبرې همیشه له ځان سره پټي وساتئ:

۱- د راز خبره
راز هغه پټې او نااشنا خبرې دي چې له ډیرو خلکو سره نه شریکیږي یوازې له هغه خلکو سره وي چې ډیر اعتمادي او پوره اعتبار پري لري خو ځینې رازونه پرته له اعتباره د بل انسان لاس ته ورغلي وي نو داسي وګړو ته پکار ده چې دا رازونه هیڅکله هم افشاء نه کړي او همیش یې له ځان سره پټ وساتي.

۲- د نورو عیبونه
هر انسان عیبونه لري هیڅ انسان به په اوسنیو وختونو له عیبونو پاک نه وي چې پدې کې ځینې عیبونه طبعي او ځینې غیر طبعي دي چې انسان یې په شتون ځان له نورو کم تر احساسوي نو پکار ده چي د دا ډول وګړو ستونزی په نظر کې ونیسو او عیبونه یې له ځان سره وساتو .

۳- خپله سرمایه
سرمایه د هر انسان سره د هغه د کار او ژوند د شرایطو په اندازه موجوده وي له ځینو سره کمه او له ځینو سره بیا ډیره زیاته وي چې د سرمایې په پټ ساتلو کې راز دا دی چې د سرمایی دښمنان زیات دي او د ډیرو به دا سرمایه په تا نه پیرزو کیږي، نو که نور خلک ستا له سرمایې خبر شي او وس یې درباندې ورسیږي کیدای شي چې د لاسته راوړولو لپاره یې له بیلابیلو لارو څخه استفاده وکړي حتا د مرګ ګواښ پکې هم موجود یدای نوپکار ده چې پټه وساتل شي.

۴- هغه مرسته چې له نورو سره دې کړې وي.
دلته موخه داده چې انسان یو ټولنیز مخلوق دی ضرور به نورو ته اړتیا لري او یو له بل سره مرسته کول به یې یو اصل ګرځیدلی وي نو که په ژوند کې مو له چاسره مرسته وکړه هیڅکه یې هم چاته مه وایئ او مه یې خپله هغه شخص ته یاده کوئ له کوم شخص سره مو چې مرسته کړي وي، ځکه که نورو ته یې ووایئ داسې فکر به وکړي چې که دا کس له ماسره هم مرسته وکړي بل ځای کې به یې یادونه کوي، په همدې اساس هیڅکله به هم له تا څخه څوک مرسته ونه غواړي او کیدای شي چې تولنیزې اړیکې درسره هم پریږدي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 290 تاريخ : شنبه 22 دی 1397 ساعت: 3:13