خلیلزاد هندي چارواکو سره د افغان سولې په اړه خپلې هڅې شریکې کړې

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ۲۱ مرغومی ۹۷): د افغان سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد هندي چارواکو سره د افغان سولې  په اړه خپلې هڅې شریکې کړې.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې خلیلزاد پرون په نوي ډیلي کې د میرمن سوشما سوراج په مشرې د بهرنیو چارو وزارت له پلاوي سره ولیدل.

سرچینې زیاته کړې، چې ددې لیدنې پر مهال د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، پاکستان او ایران د څانګې مشر هم شتون درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې زلمي خلیلزاد په دې لیدنه کې د افغان سولې لپاره  د خپلو هلو ځلو او هڅو په اړه هندي پلاوي ته بشپړ معلومات ورکړل.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې په لیدنه کې په ډاګه کړې، چې دوی یواځې دافغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

 

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 266 تاريخ : شنبه 22 دی 1397 ساعت: 3:13