د ننګرهار پنځو رياستونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي مرکزونه پرانيستل شول

ساخت وبلاگ

جلال اباد (پژواک، ۱۹ مرغومی ۹۷): ننګرهار کې د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ د دغه ولايت پنځو دولتي رياستونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي مرکزونه پرانيستل شول.

چارواکو يې ډاډ ورکړ چې د دغو مرکزونو په پرانيستل کېدو سره به اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تطبيق او د خلکو یاده ستونزه به حل شي.

د مرغومي په ۱۹مه دغه مرکزونه د ننګرهار د عامې روغتيا، قبايلو، پوهنې، ښځو چارو او کډوالو رياستونو کې پرانيستل شول او ټاکل شوې، نورو ادارو ته هم دغه لړۍ وغځول شي.

په ننګرهار کې د ولسي ښېګڼو د ټولنې غړي انعام الحق احساس پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پروګرام د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ د اکسفام ادارې په تخنيکي همکارۍ د ولسي ښېګڼو دفتر له لوري پيل شوی دی.

هغه زياته کړه، لومړی يې دغه مرکزونه د ننګرهار عامې روغتيا، قبايلو، پوهنې، ښځو چارو او کډوالو رياستونو کې پرانيستل او پلان لري چې نورو رياستونو ته يې هم وغځوي.

په ورته وخت کې پوهنې رياست کې د دغه پروګرام د پرانيستې پرمهال د پوهنې رييس حسيب الله شينواري پژواک سره د خبرو پرمهال ډاډ ورکړ چې د دغه پروګرام پر مټ به اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تطبيق کړي.

هغه زياته کړه، اطلاعاتو ته لاسرسی د هر افغان حق دی او دوی ژمن دي، چې دغه قانون ورته تطبيق کړي.

د يادولو ده، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ۱۳۹۶ کال د کب مياشتې په ۱۹مه نېټه د ولسمشر له لوري توشيح او د تطبيق وړ وګڼل شو.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 233 تاريخ : چهارشنبه 19 دی 1397 ساعت: 20:52