ټرمپ تېرکال څومره دروغ ویلی؟

ساخت وبلاگ

ژباړه: بشر دروېش

د امریکا ولسمشر ډونالډ   ټرمپ   د نورو یو شمېر منفي ځانګړنو ترڅنګ په ډېر   دروغ   ویلو تورن دی.

د ټرمپ په اړه یوه تازه ادعا دا ده، چې   تېرکال   یې ۷۶۰۰ ځله دروغ ویلی.

له دې سره د هغه د ورځینیو دروغو منځنۍ کچه ۱۵ ته رسیږي.

د واشنګټن پوسټ راپور

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې، چې د دغو ارقامو راپور یې خپور کړی، وایي د دوی متخصصینو د تېرمیلادي کال له پيله د ټرمپ څرګندونې په پرله پسې ډول څارلي او ریښتیا و دروغ یې پکې ارزولي.

ورځپاڼه ادعا لري، چې د تېرمیلادي کال په پيل او پای دواړو کې د کال د نورو میاشتو په پرتله ټرمپ لږ دروغ ویلي.

د سرچینې په حواله ټرمپ د ۲۰۱۸ په لومړیو میاشتو کې په منځنۍ کچه هره میاشت له ۲۰۰ تر دوه نیمو سوو ځلو پورې دروغ ویلی.

واشنګټن پوسټ تور پورې کوي، چې ولسمشر ټرمپ په جولای او اګست کې د دغو دروغو میاشینۍ کچه ۵۰۰ ځله، به اکتوبرکې ۱۲۰۰ ځله، په نومبر کې ۹۰۰ ځله او په دسمبر کې ۲۰۰ ځله دروغ ویلی.

له ۲۰۱۷ سره پرتلنه

واشنګټن پوسټ په ۲۰۱۸ کې ټرمپ ته منسوب شوي دروغ د ۲۰۱۷ په پرتله درې چنده زیات ګڼلي دي.

د سرچینې په حواله د کتاب ثبت شوي ارقام څرګندوي، چې ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۷ کې ۱۹۸۹ ځله دروغ ویلي.

د دروغو بڼه

واشنګټن پوسټ د ټرمپ د ادعا شویو دروغو په اړه وایي چې اکثره د ده د خیالي بریالیتوبونو اړوند دي.

ورځپاڼه وایي ټرمپ ډېرهغه شیان، چې خپل بریالیتوبونه او لاسته راوړنې ګڼي، دروغ وایي.

د دې ترڅنګ ټرمپ ډېرځله پرخپلو سیاسي مخالفینو لفظي بریدونه کوي، تورونه ورپورې کوي او هغه څه ورپورې تړي، چې د واشنګټن پوسټ په حواله دروغ دي.

د خلکو غبرګون

واشنګټن پوسټ پخپل راپور کې دا ادعا هم لري، چې خلک هم ولسمشر ټرمپ ته د یوه ډېر دروغجن سړي په سترګه ګوري.

د ورځپاڼې په حواله دوی په دې اړه نظر پوښتنه کړې، چې د نظر پوښتنې زیاتو ګډونوالو هم ولسمشر ټرمپ یو دروغجن ولسمشر او سیاستوال ګڼلی.

د ټرمپ دریځ لا معلوم نه دی

ولسمشر ټرمپ، چې د داسې تورونو په اړه جدي او توند دریځه دی، تراوسه یې په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ټرمپ مخکې رسنۍ په دروغ ویلو او خاصتاً د ده په شخصیت وژلو تورنې کړې وې.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 241 تاريخ : پنجشنبه 13 دی 1397 ساعت: 22:51