د کوچني لوبغاړي یو ارمان پوره شو، خو یو بل هم پاتې

ساخت وبلاگ

لیکنه: سمیع الله درانی

د زړه د ناروغ ۷ کلن اسټرالیایي ماشوم ارچي سېلر د لوبډلمشرۍ ارمان و د ټاس پورته کولو پر وخت پوره و شو.

د ډېسمبر په ۲۶ مه د چهارشنبې په سهار د افغانستان پر وخت شا او خوا ۷ بجې د دریمې ټېسټ لوبې پرمهال د اسټرالیا دوه لوبډلمشران ټېم پېن او کوچنی ماشوم ارچي سېلر له ویرات کولي سره د ټاس پورته کولو لپاره راښکته شول.

ارچي سېلر چې د زړه ناروغي لري دوه عملیاتونه یې ترسره کړي او د دریم عملیات لپاره چمتو والی نیسي.

نوموړي ویلي و لوی ارمان یې دا دی، چې د اسټرالیایي لوبډلې لوبډلمشر شي او بیا ویرات کولي وسوځوي.

د اسټرالیا د لوبډلې مشر روزونکي جسټېن لېنګر هغه د لوبډلمشر په توګه قبول کړ او علت یې دا و، چې دا ماشوم د زړه ناروغي لري او هسې نه چې دا ارمان ځان سره ګور ته یوسي؛ نو په ژوندون یې د ارمان د پوره کولو لپاره هغه د (کو) یا ټېن پېن سره د ګډ لوبډلمشر په توګه ومانه.

د ټاس د پورته کولو پر مهال نوموړی له ټېم پېن سره ملګری و او دا ارمان یې پوره شو؛ ۷ کلن ماشوم اوس له ټېم پېن سره (کو) یا ګډ لوبډلمشر دی.

د هغه لوبډلمشري تر ډېره نمایشي ده او دا چې د دغه ماشوم هیلې ونه رژېږي؛ نو د دې لپاره یې هغه ومانه.

کوچنی ماشوم او دوهم ارمان یې:
د دغه ماشوم دوهم ستر ارمان د ویرات کولي سوځول و، ارچي؛ لېګ برېک توپ اچوونکی دی، کله چې له هغه څخه د اسټرالیایي لوبډلې روزونکي جسټېن لېنګر وپوښتل، چې لوبه کې به څه کوې؛ هغه ورته په ځواب کې وویل، چې ویرات کولي به سوځوم.

نو دا چې اوس سېلر په ۱۱ کسیز سکواډ یا نوملړ کې نه دی اخېستل شوی او یواځې کو یا ګډه نمایشي لوبډلمشري یې ورکړې؛ نو د ویرات کولي د سوځېدو ارمان یې پاتې و شو او دا چې دی به دغه ارمان ته په راتلونکي کې ورسېږي او کنه وخت به یې وښيي.

که ارچي سره ژوند یاري وکړه او د زړه ناروغي یې ښه شوه؛ نو کېدای شي چې راتلونکي کې د اسټرالیایي لوبډلې لوبډلمشر شي او بیا ویرات کولي وسوځوي؛ خو هغه مهال که ویرات کولي رېټایر یا تقاعد شوی نه وي او کېدای شي ویرات کولي هم د هغه دغه ارمان یو نمایش په توګه ور پوره کړي او هغه داسې چې همداسې ویکټې ودروي، ماشوم ورته توپ ترسره کړي او هغه ورته په نمایشي توګه ځان اوټ کړي، دې سره به ماشوم خوښ او ارمان ته ورسېږي.

د کوچني و ماشوم نه لوبولو علتونه:
اول دا چې د هغه کم عمر له لویانو او بیا د بل هېواد لوبډلې سره د لوبولو تقاضا نه کوي؛ ځکه کېدای شي خوږ شي او لا ورته ستونزې زیاتې شي.

دوهم دا چې د باکسېنګ ډی ټېسټ لوبې د اسټرالیا لپاره تاریخي ارزښت لري، دا لوبې د ۱۹۵۰ کال راهیسي د نوي عیسوي کال او د کرېسمېس د لمانځلو په پار په اسټرالیا کې ترسره کېږي.

دا لوبې له ۱۹۵۰ کال راهیسې ۴۱ ځلې ترسره شوي، چې ۲۴ ځلې پکې اسټرالیا بریاته رسېدلې ده.
نو ستر علتونه یې د ماشوم د عمر کموالی او د لوبو ارزښت دی.

باوري یوو که چیري دغه ماشوم د ۱۵ کلنۍ عمر ته رسېږي او صحت یې ښه وي، خامخا به د اسټرالیا لوبډله کې اخېستل کېږي او لوبې به کوي، ځکه بهرنیو خلکو ته په خپل وطن کې د انسان ژوند او خوښي لا څه چې د حېواناتو خوښي او ژوند ورته هم ډېر ارزښت لري.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 280 تاريخ : پنجشنبه 6 دی 1397 ساعت: 13:16