له هغه رییس سره، چې ترې کرکه لرو څنګه چلند وکړو؟

ساخت وبلاگ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

له رییس و سره چلند و په کار او کاري اړیکو کې مو ستاسو بریا رامنځته کوي، نو له دې امله نه شئ کولای، چې ارزښت یې نا لیدلی ونیسئ، په دې لړ کې اړیکې او چلندونه توپیر کوي، کله وخت کارمندان له خپل رییس سره صمیمي اړیکې لري او کله هم برعکس یې.
که چېرې تاسو له خپل رییس څخه کرکه و لرئ او نه غواړئ، چې خپل کار او دنده له لاسه ورکړئ، نو دا ټکي په غور سره ولولئ:

د کار او دندې د نه له لاسه ورکولو لپاره تګلارې:
د امریکا په متحده ایالاتو کې د نیمایي کارګرانو څېړنو ته په پام سره، و د دې لپاره، چې له خپل رییس څخه یې کرکه لرله، په ډېرې آسانۍ سره یې خپل کار له لاسه ورکړ. د دې لپاره، چې خپل کار له لاسه ورنکړئ، نو اړ یاست، چې د ځان لپاره یو نوی لید جوړ کړئ. که تاسو دې ته ورته احساس ولرئ، چې جهنمي رییس لرئ، نو هرومرو د کار په اړه خپل تمرکز له لاسه ورکوئ.

دا سمه ده، چې تاسو په هېڅ وجه نه شئ کولای، چې د خپل رییس له بریده زیات بد چلندونه کنټرول کړئ، خو په بله نیمایي کې کولای شئ، له دې لید سره وړاندې لاړ شئ، چې اصلاً د هغو په اړه نباید فکر وکړئ او هرومرو دا لید ښه اغېزه لري.

که چېرې کوم څوک له بل چا څخه په آسانۍ سره خپه شي، کولای شو ووایو، چې خپل مقابل لوری نه پېژني، یانې که تاسو له خپل رییس څخه کرکه لرئ، نو هڅه وکړئ، چې هغه ښه وپېژنئ، دا منو، چې دا کار هرڅوک نه شي ترسره کولای، خو په دې کار سره ښایي د خپل رییس په اړه لا زیات معلومات ترلاسه کړئ.

هڅه وکړئ، چې له خپل سره د یو عادي انسان په توګه خبرې وکړئ، نه د هغه انسان په توګه، چې نسبت تاسو ته لوړ دنده ایز مقام لري.

که چېرې تاسو په دې اړه اندېښمن یاست، چې د رییس بد چلندونه مو بدلون نه منونکي دي، باید مخکې تر دې، چې هغه په تاسو باندې اغېزه وکړي، تاسو په هغه باندې خپله اغېزه وښندئ.

وړاندې تر دې، چې رییس ته مو خپله غوسه څرګنده کړئ، نو هڅه وکړئ، چې په پیل کې د خپلو اندېښنو او خواشینیو په اړه خبرې وکړئ، ښايي دا کار مو له چلند او دنده ایز موقعیت سره ډېره زیاته مرسته وکړي، خو په هر حال، غوره ده، چې هر کار په ډېرې آرامتیا سره ترسره کړئ، تر دې چې د غوسې، جنګ او بحث له لارې خپلو غوښتنو ته ورسېږئ.

ځواب ویونکي او مسؤولیت منونکي اوسئ:
په حقیقت کې د هېچا نه خوښېږي، چې نورو ته ځواب ویونکی اوسي، په ځینو مواردو کې د دې لپاره، چې له رییس څخه سر غړونه ونه شي، نوموړي اړ دی، ترڅو ځینې ورټي، چې د ځینې نورو لپاره عبرت شي.

هېڅکله له دې څخه چې نورو ته ځواب ویونکي واوسئ، مه خواشیني کېږئ، که چېرې په خلاصه ټنډه د خپل رییس پوښتنو ته ځواب ورکړئ، نو په حقیقت کې په دې کار سره مو خپل دنده ایز موقعیت سره ډېره زیاته مرسته کړې ده او په بل عبارت د څو کلونو لپاره مو د خپل کار او دندې ضمانت کړی دی.

یو ملاتړ کوونکی ولرئ:
که چېرې تاسو له خپل رییس څخه کرکه لرئ او خواشیني کېږئ، په خپل کار ځای کې له خپلو همکارانو سره ښه واوسئ، ځکه یوازې هغه څوک، چې کولای شي ستاسو په کار او لید باندې اغېزه وکړي، یوازې رییس مو نه، بلکې همکاران مو هم کولای شي اغېز ښندونکي وي او خپله تجربه تاسو ته ولېږدوي.
هڅه وکړئ، چې له خپل یو سابقه لرونکي همکار سره مو ښې اړیکې رامنځته کړئ.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 236 تاريخ : دوشنبه 3 دی 1397 ساعت: 19:34