راتلونکى کال د چين- افغانستان د دوستۍ ټولنه جوړېږي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٣ لېندۍ ٩٧): په کابل کې د چين سفير وايي چې راتلونکى و کال د افغانستان و او چين د دوستۍ و او ملګرتيا ټولنه و په رسمي توګه پرانيستل کېږي.

د چين سفير لو جين سونګ دغه څرګندونې د لېندۍ په ٣مه په کابل کې د دغه هېواد د اصلاحاتو او  ور خلاصون د ٤٠ مې کليزې په مناسبت يوې ناستې ته وکړې.

د چين حکومت ٤٠ کاله مخکې په ١٩٧٨ کال کې په بېلابېلو برخو کې اصلاحات راوستل او خپلې دروازې يې نړيوالې سوداګرۍ او سوداګرو ته پرانيستې چې له امله يې چين ډېر پرمختګ وکړ او اوس د نړۍ دويم اقتصاد لري.

دغه ناسته چې د چين په سفارت کې جوړه شوې وه، په کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پخواني سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي، د بهرينو چارو وزارت د درېيم رياست مشر سلطان احمد بهين، د يو شمېر سياسي ګوندونو استازو، د څېړنيزو مطالعاتو د مرکزونو غړي، د پوهنتون استادانو او د رسنيو غړو برخه اخيستې وه.

سفير وويل، افغانستان  او چين نه يواځې چې ګډ تاريخ لري، بلکې ګډ ارزښتونه هم لري چې بايد وپالل شي.

هغه راتلونکي دوه کلونه د افغانستان او چين لپاره مهم وبلل او ويې ويل چې افغانستان په دې موده کې د خپلې خپلواکۍ سلمه کليزه هم نمانځي.

د چين سفير وايي چې دواړه هېوادونه بايد د يو بل له تجربو زده کړه وکړي او په ډاګه يې کړه چې چين د افغانستان له غني فرهنګ او تاريخ څخه ډېر څه زده کړي دي.

لو جين سونګ زياته کړه چې هېواد يې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې هر ډول مرستو او همکاريو ته چمتو دى.

نوموړي په دې برخه کې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې پروسې يادونه وکړه او ويې ويل چې چين تل په دې برخه کې د افغان حکومت ملاتړ کړى.

د چين سفير وايي چې هېواد يې د افغانستان په چارو کې د نورو هېوادونو د لاسوهنو سخت مخالف دى او چين د افغانستان له ټولو ملي پروسو ملاتړ کوي.

هغه زياته کړه چې د چين، افغانستان او پاکستان ګډه درې اړخيزه غونډه چې څو ورځې مخکې په کابل کې ترسره شوه، بريالۍ وه او چين به د دې ډول غونډو دوامداره ساتلو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پخواني سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي د چين د اصلاحاتو، لاسته راوړنو او ورخلاصون په اړه تفصيلي معلومات شريک کړل او ويې ويل چې افغانستان او افغانان بايد د چين له تجربو ګټه واخلي.

هغه زياته کړه چې چين يواځې هر څه په خپله نه دي کړي، بلکې له نورو هېوادونو  او ولسونو يې هم زده کړي او خپل هېواد يې پياوړى کړى دى.

کرزي وويل، د چين پخوانيو مشرانو سنګاپور او نورو هېوادونو ته خپل زرګونه کسان ولېږل او د هغو هېوادونو تجربې يې راوړې.

نوموړي د چين او افغانستان اړيکې پياوړې يادې کړې او ويې ويل چې افغانستان له لومړنيو  هېواد ونو څخه و چې د چين د (يو کمربندې يوې لارې) پروژې ملاتړ يې وکړ.

هغه زياته کړه چې افغانستان او چين د ترهګرۍ ګډې ستونزې هم لري او بايد په ګډه يې د له منځه وړو لپاره کار وکړي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 242 تاريخ : دوشنبه 3 دی 1397 ساعت: 19:34