د کډوالو نړیواله ورځ؛ ۳۴۰۰ تنه یې ولې ووژل شول؟

ساخت وبلاگ

بشر دروېش

د دسمبر ۱۸ مه د مفهوم کډوالو تعریف مفهوم نړیواله تعریف ورځ وه. سږکال دغه ورځ د انساني کرامت د خوندیتوب له شعار سره یو ځای ونمانځل شوه.

لړزونکي ارقام
د مفهوم کډوالو تعریف سږنۍ مفهوم نړیواله تعریف ورځ په داسې مهال نمانځل شوې/ نمانځل کیږي چې سږ کال د رسمي ارقامو له مخې تر مفهوم ۳۴۰۰ تعریف تنو پورې کډوال او پناه غوښتونکي مړه شوي/ وژل شوي دي.

د اروپا د رسمي خبري سرچینې( یورو نیوز) د راپور له مخې په دوی کې یوازې دوه زره تنه شاوخوا هغه کسان دي، چې اروپا ته د رسیدو په نیت یې سفرونه پيل کړي وو، خو دغه سفر یې بشپړ نه شو.

د کډوالۍ نړیوال سند

د کډوالو د نړیوالې ورځې نه څو ورځې مخکې د نړۍ ۱۹۳ هېوادونو د ملګرو ملتونو په بلنه په مراکش کې د جوړ شوي یوه نړیوال کنفرانس پرمهال د کډوالۍ نړیوال سند تصویب کړ.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په دغه کنفرانس کې پرهغو هېوادونو توندې نیوکې وکړې، چې د یاد شوي سند له تصویبولو او ملاتړ څخه یې مخ اړولی.

په یاد شوي سند کې پردې ټينګار شوی، چې حکومتي جوړښتونه باید هغه ستونزې له منځه یوسي کومې چې خلک یې له کبله د خپلو هېوادونو پریښودلو ته اړ وځي.

همدا شان دغه سند دا غواړي، چې په سمندرونو کې د ډوبیدونکو پناه غوښتونکو د ژغورنې لپاره ګډې هڅې وشي.

د سند بل مهم ټکی د کډوالو د قاچاق پر وړاندې ترخپلو ملي پولو وراخوا د سند ملاتړو هېوادونو ته د ناقانونه کډوالۍ پرضد د مبارزې مسولیت ورکول دي.

سربېره پردې د سند هدف دا دی، چې تر۲۰۳۰ پورې کډوال له خپلو ټولو بنسټیزو حقونو او خدماتو څخه برخمن شي.

مخالفه امریکا

د هغو هېوادونو په سرکې امریکا متحده ایالات ځای لري، چې د یاد شوي سند مخالفت یې وکړ.

د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال یې امریکا ته د ورتلونکو کډوالو د شمېر محدودول او د کډوالو خلاف نور شعارونه له مهمو ټاکنیزو شعارونو وو، د یاد شوي سند د رد لپاره ګڼې هڅې وکړې.

خو دغو هڅو پایله نه لرله، ځکه چې ګڼو هېوادونو د سند تایید او ملاتړ وکړ.

نړیوال ارقام

د ملګرو ملتونو د رسمي ارقامو له مخې په ټوله نړۍ کې ۲۵۸ میلیونه کډوال ژوند کوي.

دا ارقام د نړۍ د ټول نفوس ۳،۴ سلنه جوړوي. په دې مانا چې د نړۍ همدومره سلنه خلک له خپلو هېوادونو لیرې په نورو سیمو کې کډوال دي.

د کډوالو د نړیوال سازمان مشر انتونیو ویتورینو باوري دی، چې کډوالي ورځ تربلې د جدي ستونزو له کبله د ایبولا ناروغۍ په شان پراخیدونکې ده.

افغانستان او کډوال

افغانستان له سوریې څخه وروسته دویم هغه هېواد ګڼل شوی، چې تر ټولو زیات اتباع یې په بهرنیو هېوادونو کې کډوال دي.

د افغانستان د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د سې شنبې پر ورځ په کابل کې د کډوالو د ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل:د افغانستان نیږدې ۶،۵میلیونه وګړي کډوال دي.

هغه اندیښنه وښوده، چې د کډوالۍ دغه لړۍ لا روانه ده.

وزیر په ورته وخت کې وویل چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۸۰۹ زره افغان کډوال له مختلفو هېوادونو څخه بیرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي.

د افغان کډوالو؛ په خاصه توګه د پناه غوښتونکو داستانونه خورا لړزونکي دي.

په دوی کې داسې کسان هم شته، چې د ماسټرۍ ترکچې لوړې زده کړې او حتا په رسنیو کې د خبریالانو په نوم ډېر پېژندل شوي، خو د نا امنۍ، اقتصادي ستونزو او پر راتلونکي د نه باور له کبله له هېواده وتو ته اړشوي.

د دوی ځینې روغ او په سختۍ هدف ته رسیدلي، خو یوه برخه یې د سمندرونو د حیواناتو خوراک شوي.

د دوی غمیزه په پښتو شاعرۍ کې بدرګه شوې او یوه مشهور شاعر شفیع الله بابرزي یې په ویر دا مشهور شعر لیکلی:

ولې ولې داسې وشي
چې ګلاب ـ ګلاب ځوانان مې په پردۍ مزدورۍ مړه شي
بیا به تاته پاتې څه شي؟
بیا به ماته پاتې څه شي؟
چې ګلاب ـ ګلاب ځوانان مې په پردۍ مزدورۍ مړه شي
تا به څه کړم غر اوسینده ؟
زه مزدور چې سرګردان یم

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 251 تاريخ : چهارشنبه 28 آذر 1397 ساعت: 3:52