"حکومت دې د هلمند د امنیت ټینګښت ته ځانګړې پاملرنه وکړي"

ساخت وبلاگ

لښکرګاه (پژواک، ۱۱ ورى ۹۵): په هلمند کې قومي مشران وايي، حکومت بايد د دغه ولايت د امنيت ټينګښت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او وړ چارواکي دې ور وګوماري.

دغه څرګندونې د هلمند لسګونو قومي مشرانو نن (د وري ۱۱مه) په مرکز لښکرګاه کې د يوې غونډې په ترڅ کې وکړې.

د قومي مشرانو په استازيتوب اميرمحمد اخندزاده وويل، د دغه ولايت امنيتي حالات نور ګواښوونکي دي، بايد خلک خپله د امنيت د ټينګښت لپاره لاس په کار شي.

دى وايي: ((د ځينو کسانو د شخصي ګټو لپاره هم د دغه ولايت امنيت له ستونزو سره مخامخ شوى، په دې ولايت اوس سوداګر پانګونه نه کوي او جګړه تر لښکرګاه ښاره را رسېدلې ده.))

هغه د کوم سند له وړاندې کولو پرته وويل، په هلمند کې د قومونو د بې اتفاقۍ لپاره د بهرنيو کړيو او ځينو حکومتي مسوولينو له لوري هلې ځلې روانې دي.

اخندزاده خبرداری ورکړ، که چېرې حکومت د دغه ولايت د امنيت ټينګښت ته ځانګړې پاملرنه ونه کړي، نو خلک به ډېر ژر لاس په کار شي.

قومي مشر امر حفیظ الله خان وویل، د حکومت بې پروايۍ خلک دې ته اړ کړي چې له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى شي.

ده زياته کړه، د دغه ولايت په نا امنيو کې ځيني غله، مافيايي کړۍ، د نشه يي توکو قاچاقبران او په اداري فساد ښکېل دولتي کسان لاس لري.

په دې غونډه کې د هلمند د ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مشر بشيراحمد شاکر وويل، د قومي مشرانو دنده ده چې د حکومت د ناغېړيو مخه ونيسي.

د نوموړي په وينا، ټول بايد په ګډه د امنيت په ټينګښت کې رول ولوبوي او امنيتي ځواکونو ته د هېواد ساتنې انګېزه نوره هم پياوړې کړى شي.

په دې غونډه کې يادو او نورو قومي چارواکو ټينګار کاوه چې حکومتي مشران بايد دغه ولايت ته وړ چارواکي وګوماري تر څو امنيتي او نورې ستونزې کمې شي.

په غونډه کې د سنګين ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان غلام جان وويل، که پوليسو ته پر خپل وخت حقوق ورکړل شي او حکومت هم د وسله والو مخالفينو پر وړاندې مبارزه ګړندۍ کړي، نو ډېر ژر به په دغه ولايت کې امنيت ټينګ شي.

د يادو کسانو د څرګندونو په غبرګون کې د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل، په دې ولايت کې امنيتي او نورې ستونزې شته، خو حکومت يې د هوارولو په هلو ځلو کې دى.

هغه وايي: ((دا کومې خبرې چې قومي مشرانو په غونډه کې کړې دي، دا د دوى شخصي نظريې دي، زه په دې اړه څه نه وايم.))

هلمند د افغانستان له نا امنو ولايتونو څخه دى چې دا مهال يې څلور ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 183 تاريخ : چهارشنبه 11 فروردين 1395 ساعت: 18:58