پاکستان په نړۍ کې د خرو د شمیر له پلوه درییم لوی هیواد

ساخت وبلاگ

د پاکستان, د پنجاب ایالت د څارویو ایالتي ادرې په وینا په لاهور کې د خرو تعداد له یوې وړځې بلې ته په زیاتیدو دی. د پاکستان جیو تلویزون ددې ادارې شمیر,و په حساب وايي، په دې ښار کې دا مهال د خرو شمیر له 41 زرو څخه اوښتی دی.

د جیو تلویزون د راپور په حواله، حکومت دغلته د ( ډنکی اسپتال) یا خرو روغتون جوړ کړی چې نه یوازې په کې د ناروغه خرو درملمنه مفته ده، بلکې د ناروغیو څخه د خرو د ساتنې په موخه په کې خرپالان درمل هم تر لاسه کولی شي.

خره د نړۍ په ډیرو برخو کې انسانان په کورونو او فارمونو کې پالي، او په وروسته پاتې هیواد,ونو کې لا هم له خرو څخه په ترانسپورت او بارچلوونې کار اخیستل کیږي، خو په پاکستان کې د خرو کاروبار تیر کال کې وروسته له هغې نور هم پراخ شوی چې پاکستان چین ته د خرو د صادرولو د یو توافق له مخې پر خپله خاوره د خر پالنې برخه ته ځانګړې پاملرنه پیل کړه.

دا مهال په نړۍ کې د خرو د شمیر له پلوه, لومړنی هېواد د افریقا حبشه ده. چین د خرپالنې په برخه کې دویم ځای لري او اوس پاکستاني ادارې وي چې دا هیواد په نړۍ کې د خرو د شمیر له پلوه په دریم ځای خپل کړی دی.

د جینوتلویزون په خپل راپور کې د خرو د څښتنانو له قوله ویلي، د خر پالنې پروژه ورته ګټوره ده او ځینو ویلي چې خره یې ورته د ورځې تر زر پاکستاني روپیو پورې ګټي.

د پاکستان او چین ترمنځ د خرو پروژه

نژدې یو نیم کال وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې خلکو پر پاکستانی چارواکو وروسته له هغې ملنډې پیل کړې چې د خیبر پښتونخوا حکومت وویل:چین ته یې د خرو د صادرولو په اړه له دې هیواد سره یوه موافقه لاسلیک کړې.

هغه مهال پاکستاني چارواکو ویلي چې په چین کې د خرو د تقاضا د زیاتیدو له کبله د پاکستان ایالتی حکومت « له چین سره د خرو د ودې » پروژې په نوم پروګرام پیلوی. د پاکستاني چارواکو په وینا د دغې پروژې لګښت یو میلیارد پاکستانیو روپیو ته رسېږي، چې به پاکستان ورسره خلکو ته د کاروبار فرصتونه زیات شي.

دچین سره د خر پالنې ددې پروژې له مخې د پاکستان حکومت د خرو د شمیر د زیاتیدو لپاره ځانګړې اقدامات کوی او ویلي یې دي، په دې برخه کې له نوې ټیکنالوژۍ هم کار اخلی.

بل خوا څو میاشتې مخکې پاکستاني چارواکو وویل چې د پاکستان کراچۍ ښار کې ګمرک چارواکو د خرو څلور زره هغه پوټکي نیولي، چې قاچاق کونکو غوښتل چین ته یې ولېږدوي.

ویل کیږي چې چینايي کمپنۍ د خرو له پوټکو د کریمونو او درملو په جوړولو او نورو مصنوعاتو کې هم کار اخلي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 294 تاريخ : سه شنبه 27 آذر 1397 ساعت: 5:12