حمدالله محب: د افغان حکومت مرکچي ټیم به اماراتو کې پاتې وي څو مخامخ خبرو ته شرایط چمتو کړي

ساخت وبلاگ

راپورونه وايي چې دوشنبې په ورځ افغان, طالبانو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد، د سعودي، پاکستان او اماراتو, له استازو په شمول خبرې پیل کړې. د پیل شویو خبرو, اترو د جزییاتو په اړه تر اوسه هیڅ لوري څه نه دي ویلي او تر ډیره له رسنیو پټې ساتل شوې دي.

طالبانو د دوشنبې په ورځ هغه راپورونه یو واربیا رد کړل چې ګوندې دوی په دې خبرو کې د افغان حکومت, له مرکچي, ټیم سره هم ښکیل دي. د طالبانو ویاند ذبیح مجاهد رسنیو سره خبرو کې یو وار بیا ټینګار کړی چې ددوی خبرې یوازې له امریکا، پاکستان، سعودي او عربي متحده اماراتو سره دي.

اخوا د افغان ولسمشر د دفتر د ریس سلام رحیمي په مشرۍ د سولې لپاره د حکومت مرکچي پلاوی لا هم ابوظبۍ کې دی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله, محب هم د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په اماراتو کې و. نوموړی پر خپل ټویټر ویلي وو، چې د یکشنبې په ورځ یې د افغانستان، امریکا، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو څلور اړخیزه غونډه کې یې برخه اخیستې ده. د ښاغلي محب په وینا په دې غونډه کې د ولسمشر اشرف غنې د سولې پر پلان او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ, خبرو پر اړتیا بحثونه شوې دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تیره شپه په یو بل ټویټ کې وویل چې د څلور اړخیزو او دوه اړخیزو خبرو وروسته بیرته کابل ته روانیږي.

د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب زیاته کړې چې د سلام رحیمي په مشرۍ افغان مزاکره کونکی ټیم به متحده عربي اماراتو کې پاتې, وي ، څو دده په وینا، روانو خبرو اترو کې له نژدې ښکیل و اوسي، او د بین الافغاني مزاکراتو لپاره زمینه برابره کړي.

ډاکتر محب زیاته کړې چې د دوشنبې په ورځ دوی د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له استازی زلمي خلیلزاد سره اماراتو کې کتلي او زیاته کړې یې ده چې افغان مزاکره کونکی ټیم به نن ( سه شنبې ) د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو له استازو سره وګوري. د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار په وینا سوله راتلونکې ده…

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 256 تاريخ : سه شنبه 27 آذر 1397 ساعت: 5:12