اروپایي ټولنه : د سولې د موافقتنامې د تطبیق برخه کې همکارۍ ته چمتو يو

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٧): اروپایي, ټولنه, وايي، حاضره ده د سولې, د خبرو اترو پر مهال او دغه راز  د سولې د موافقتنامې, د تطبیق, په برخه, کې د افغانستان له حکومت همکاري وکړي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني نن مازدیګر  د پترس استرویسس په مشرۍ د اروپایي ټولنې پارلماني پلاوي سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.

سرچينه کاږي، په دې کتنه کې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې، ټاکنو او اصلاحاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.

سرچينه زياتوي، د اروپایي ټولنې پارلماني پلاوي د یادو مواردو په ځانګړي  ډول د افغانستان  د سولې پروسې په اړه چمتو,والی وښود.

ده وويل، اروپایي ټولنه حاضره ده د سولې د خبرو اترو پر مهال او دغه راز  د سولې د موافقتنامې د تطبیق په برخه کې د افغانستان له حکومت سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن په متحده عربي اماراتو کې د افغان سولې په اړه د امريکا او طالبانو ترمنځ مهمه ناسته ترسره شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني افغانستان سره په مختلفو مرحلو کې د اروپایي ټولنې له دوامدارې همکارۍ, مننه وکړه او د سولې د موافقتنامې په تطبیق کې د اروپايي ټولنې او بین المللي شریکانو رول اړین وباله.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 237 تاريخ : سه شنبه 27 آذر 1397 ساعت: 5:12