هغه ساده کارونه چې په ځينو هېوادونو کې تاسې بندیانولی شي

ساخت وبلاگ

ژباړه: بشر دروېش

سیاحت یا ګرځندوی اوس په دنیا کې یوه عامه موضوع ده. تاسې, هم ممکن ځینو هېوادونو, ته په سفر لاړشئ.
له سفر مخکې باید د هېوادونو د اصولو، په خاصه توګه د قوانینو په اړه وپوهیږئ.
دلته درسره هغه ټکي شریکوو، چې که نقض یې کړئ په ځينو, هېوادونو کې ستاسې د بندي کیدو سبب کیږي:

د ټایلینډ عجیب قواعد


په ټایلینډ کې ماهیانو ته خوراک ورکول او په سمندري سیمو کې ورته د خوراکي توکیو اخیستل جرم ګڼل کیږي.

په دې برخه کې څو کاله مخکې یوې محکمې څو روسي ګرځندویان د همدغه کار په دلیل په یو کال بند او هم یې هر یو په دوه زره ډالره نقدي جریمې محکوم کړل.

د دوی د محکمې لامل دا ښودل شوی، چې دا کار یې حق نه و.

که تاسې ټایلینډ ته لاړئ، چې دا کار ونه کړئ، کنه له ماهیانو سره خواخوږي به مو سر تر زندان او نقدي تاوانه ورسوي.

د ټایلینډ استدلال د دغه ممانعت لپاره دا دی، چې هرڅوک باید خپل کار وپېژني.

د ټایلینډ حکومت د دغو قیوداتو دلیل د ماهیانو وضعیت ته جدي پاملرنه ښودلې ده.

دوی شک لري، چې کیدای شي د خواخوږۍ په نوم ځينې ګرځندویان یا نور خلک ماهیانو ته ناسم شیان ورکړي او تاوان ور واړوي.

د دې ترڅنګ په ټایلینډ کې د لوبو ورقې(قطعې) هم خپل قیودات لري.

هلته د ۱۹۵۳ د یوه قانون له مخې که څوک له ۱۲۰ څخه زیاتو قطعو سره ونیول شي، زنداني کیږي او سزا ورکول کیږي.

نو هلته به د قطعو له استعمال سره هم پام کوئ، کنه زندان به مو ځای وي.

اسټرالیا


په اسټرالیا کې به د سفر او خبرو پروخت قسم خوړلو ته زیات پام کوئ.
هلته اصول دا دي، چې که هسې د ټوکې په ډول هم درنه قسم وخوړل شو، تر ۶ میاشتو به مو زندان ځای وي.

سینګاپور


که سینګاپور ته لاړئ، هلته به دې سره پام کوئ، چې د بل چا له وایفای سره پخپل سر د نښلیدو هڅه نه کوئ.
په دې هېواد کې دا کار جرم او تاسې هیکر ګڼل کیږئ.

د هیکرانو او داسې عمل لپاره د سینګاپور په قوانینو کې ۳ کاله بند په نظرکې نیول شوی.

که غواړئ د سینګاپور سفر مو سر ترزندانه ونه رسوي، هڅه مه کوئ چې د چا له وایفای انټرنیټ سره پخپل سر وصل شئ.

جاپان


په جاپان کې د پېژندنې له کارت پرته ګرځیدل جرم دی. که هلته لاړئ،د پېژندنې کارت مو تل درسره ولرئ.

که دا کارت درسره نه و او ونیول شوئ، ۲۳ ورځې به په زندان کې تېروئ.

په جاپان کې د سفر پروخت باید د منع شویو درملو لیست هم وګورئ، ځکه که په ناخبرۍ کې هم دا درمل سره ونیول شول، بندي کیږئ.

امریکا متحده ایالات


د امریکا په فلوریدا ایالت کې بې کورو خلکو ته خواړه ورکول منع دي.

په دې برخه کې قوانین تردې جدي دي، چې ان یو ځل یې د دې کار له کبله یو ۹۰ کلن کشیش بندي شو.

په دې ایالت کې یو بل جالب قانون دا دی، چې که په عمومي سیموکې مو لاړې توکړې، سر مو زندان ته رسوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 353 تاريخ : يکشنبه 25 آذر 1397 ساعت: 15:06