ملینګا ولې د سریلانکا لوبډلمشر وټاکل شو؟ لامل یې دلته یې ولولئ

ساخت وبلاگ

 د انګلستان خلاف مسلسل ماتو وروسته د سریلنکا کرکټ ملي لوبډلې لپاره نوی لوبډلمشر, لاسیت ملینګا, وټاکل, شو.

 د کرک انفو، کرکټ نړیوالې شورا او د سریلنکا کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې د نیوزیلینډ خلاف درې ۵۰ اوریزه او یوې ۲۰ اوریزه سیالۍ ته تیز بالر لاسیت ملینګا نوی لوبډلمشر ټاکلی دی.

که څه هم لوبډلې کې د پخواني کپتان انجیلا متیوز راستنیدو ترڅنګ د اوسنیو ټیسټ او پخوانیو یو ورځینیو سیالیو لوبډلمشر دینش چاندیمال هم شتون لري، خو سریلنکا کرکټ بورډ خپله نوې ټاکنه کړې ده.

 له دې وړاندې پخوانی کپتان انجیلا میتیوز د فزیکي جوړښت د خرابیدو له کبله د لوبډلې څخه ډراپ شوی و، چې پر ځای یې بیا دینیش چاندیمال لوبډلمشر ټاکل شوی و، خو اوس د نیوزیلینډ خلاف راتلونکو سیالیو ته ملینګا غوره شوی دی.

 ښي لاسی تیز بالر لاسیت ملینګا د (فزیکل فیټنس) یا بدني ځواک له کبله د څه باندې یو کلن ځنډ وروسته درې میاشتې وړاندې بیرته د سریلنکا کرکټ ملي لوبډلې ته راګرځیدلی.

د انګلستان خلاف سیالیو کې د لاسیت ملینګا د ښه ځلیدو وروسته پر نوموړي د لوبډلمشرۍ باور هم شوی، خو لا هم نه دي ویل شوي، چې په راتلونکي وخت کې به هم د لوبډلمشرۍ دنده ترسره کړي.

 اوس مهال د سریلنکا او نیویلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه ټیسټ لوبو لړۍ پیل شوې، چې د روانې ډیسمبر میاشتې په ۳۰ مه نېټه پای ته رسیږي او ورپسې به د ۲۰۱۹ م کال جنورۍ میاشتې په ۳ مه نېټه د درې ۵۰ اوریزه سیالیو سیریز پیل شي، خو یوآځینۍ ۲۰ اوریزه لوبه به د همدغه میاشتې په ۱۱ مه نېټه ترسره شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 433 تاريخ : يکشنبه 25 آذر 1397 ساعت: 15:06