جلال اباد ښار کې د څه باندې ۱۳ ميليونه افغانيو په لګښت پروژې پلې کېږي

ساخت وبلاگ

جلال, اباد, (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۹۷): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ګذر شورا په کچه د نږدې دیارلس نیم میلیونه افغانیو په لګښت, د لومړۍ پرمختیايي پروژو چارې پیل شوې.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د لېندۍ په ۲۵مه پژواک اژانس ته وويل، د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې د درېیم ګذر شورا د پرمختیايي پروژو چارې د دیارلس میلیونه او څلور سوه زره افغانیو په مالي لګښت په دوو برخو کې رسمآ پیل شوې.

دی وايي، د دغو پروژو له مخې به د یاد ګذر اړوند ټول دویم درجه سړکونه چې ۱۵۴۰ متره اوږدوالی لري او خامې ویالې چې ۷۳۵ متره اوږدوالی لري، په کانکریټي ډول د ۶ میاشتو په موده کې ورغېږي.

د نوموړي په وينا، د یادې پروژې, د تطبیق پر مهال به د پنځو پرمختیایي شوراګانو ۱۱۷۳ ماهرو کارګرو او ۵۹۸۵ غیر ماهرو کارکوونکو ته کاري زمینه برابره شي .

خوږياڼي زياته کړه، د یادې پروژې دویمه برخه چې د يو میلیون او درې سوه زره افغانیو په ارزښت پلې کېږي,، د اړونده ګذر مېرمنو ته به د خیاطۍ روزنې زمینه برابره شي او له دې لارې به د ۶۰ روزونکو له لوري ۱۵۰ مېرمنو ته په دې برخه کې عملي او مسلکي روزنه ورکړل شي.

هغه وايي، د دغه کار موخه د مېرمنو لپاره به نه یوازې د کار کولو فرصتونه رامنځته شي، بلکې له هغو سره به د خپلو کورنیو لپاره د مصارفو برابرولو په برخه کې مرسته وکړي.

د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د شپږمې ناحیې درېيم ګذر ۱۰۹۰ کورنۍ په مستقیمه توګه او همداراز ۶۶۸۴ تنه نور په غیر مستقیمه توګه ګټه پورته کوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 215 تاريخ : يکشنبه 25 آذر 1397 ساعت: 15:06