د ذهني نوښتونو لپاره څلور لارې

ساخت وبلاگ

ژباړه: عمران لمر

نوښت داسې ځانګړنه ده چې د بل هر ذهني, مهارت په نسبت ډېر غوښتونکي لري. د آنلاين اقتصاد په ودې سره طراحان او برنامه جوړوونکي تل په دې برخه کې د ښه والي او د پرمختګ د لارو چارو پيدا کولو په هڅه کې دي.

آنلاين کارونه داسې دي چې په آرام سره حتی د هېواد له جغرافيايي موقعيت څخه بيرون يې هم په کار اچولی شئ او هر چېرته چې يئ؛ يواځې د انټرنېټ په مرسته په خپل کار او کسب کې بوختېدلای شئ.

په دې ډول تاسې کمې پانګې ته اړتيا لرئ او د ښه کار ځای او حتی د کارکوونکو په ګمارلو هم مجبور نه يئ.

نو که تاسې نوښتګر نه يئ؛ څه ډول دا بهير پر مخ وړئ؟

په دې ليکنه کې مونږ غواړو تاسې ته د نوښتګر اوسېدو لارې, دروښايو:

۱- ذهني تشه
د هيڅ څه په اړه فکر مه کوئ، که تل بوخت يئ او يا مختلفو کارونو او پېښو ته فکر کوئ او فکر مو ورسره بوخت وي؛ نو ډېر احتمال شته چې خپل نوښت مو له لاسه ورکړئ او نور سم فکر ونه شئ کولای.

تاسې په يو ماشيني انسان بدلېږئ چې تل کار کوي او تل له دې ګيله من وي چې ولې ورته د زحمت په اندازه بدله نه ورکول کېږي.

نوښت له تاسې سره مرسته کوي چې د کم کار په بدل کې ډېره ګټه ترلاسه کړئ.

په حقيقت کې هيڅوک نه وايي چې برياليتوب په ډېر کار کې نغښتی دی؛ مګر ټول پوهېږي چې په کارونو کې د برياليتوب کيلي په هوښيارتيا او نوښت کې ده.

کله چې تاسې تل مختلفو کارونو او پېښو ته فکر کوئ؛ نو ذهن مو د کارونو د ښه ترسره کولو لارې نه شي پيدا کولای او له بې ځايه او خورو ورو معلوماتو ډکېږي.

خپل ځان مو آرام کړئ؛ يو آرام ځای ته لاړ شئ او پرېږدئ چې ذهن مو خالي شي او که د دې کار وخت نه لرئ نو يو څو دقيقې آرام وکړئ او د هيڅ څه په اړه فکر مه کوئ.

ډاډه اوسئ چې له دې وروسته به خپل ذهني قوت بېرته ترلاسه کړئ.

۲- خپل نظرونه مو وليکئ.
د کاميابو خلکو ټينګار تل دا وي چې ياداښت واخلئ؛ حتی که د قلم راخېستو لپاره, ميلان نه لرئ؛ نو کولای شئ چې خپل غږ ثبت کړئ.

ښه نظريات تر ډېره په بې ربطه وختونو کې ستاسې ذهن ته راځي چې په څو ثانيو کې مو هېرېدلای شي.

ممکن سهار له خوبه وروسته مو ښه نظريات او طرحې ذهن ته راځي او يا په نورو وختونو لکه: د موټر چلولو په وخت، د پخلي کولو په وخت او يا هم د باغوانۍ په وخت کې.

که چېرته دا ثبت نه کړئ او وروسته پرې فکر ونه کړئ؛ نو ممکن نور هيڅ وخت ونه شئ کولای چې په اړه يې فکر وکړئ او يا ترې ګټه واخلئ.

۳- خپلو خوبونو ته ارزښت ورکړئ.
خپلو خوبونو ته فکر وکړئ؛ که چېرته هغه بې مانا او بې ارزښته ګڼئ نو په اړوند يې مطالعه وکړئ او په خاص ډول د هدفونو په اړوند يې.

که په خپلو خوبونو کې مو سمې الګوګانې وموندلې؛ نو کولای شئ د خپل وخت البرت انشتاين شئ چې د همدې خوبونو او غوښتنو په مرسته يې چې په هغه وخت کې ناشونې و؛ زياتې او جالبې اختراعګانې او نظريې رامنځ ته کړې.

ډېری نوښتونه او اختراعګانې د انسان د ساده خوبونو نه سرچينه اخلي.

۴- وخاندئ.
ترسره شويو مطالعو ښودلې ده چې د شوخۍ طبيعي حس کولای شي؛ خلک نوښتګر کړي.

که له ازموينې وړاندې يو خندوونکي څه واورئ؛ نو ښې نمرې لاسته راوړلی شئ.

د دې پرته اکثره خلک کولای شي نوښتونه وکړي؛ خو که آرام وي او خندا کولای شي په وينه کې ډېره اندوفين ترشح کړي.

شوخ خلک خوښوي چې له چوکاټونو راووځي او ستونزې په يوه بله طريقه حل کړي.

تاسې اړ نه يئ چې يو هنرمند او يا يو نوښتګر کوميډين واوسئ؛ فقط کولای شئ چې خپل نوښتونه وروزئ او يو په زړه پورې او هوسا ژوند ولرئ.

په ياد ولرئ چې هماغه ډول چې ورزش ستاسې عضلات قوي کوي؛ د مغز روزل مو ذهن لا ښه کار کوونکی کوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 217 تاريخ : جمعه 23 آذر 1397 ساعت: 10:17