د بلخ د یوه وکیل کسانو د یوې رسنۍ مسوول مدیر وهلى او پر مرګ ګواښلی

ساخت وبلاگ

مزارشريف (پژواک، ۱۰ وری ۹۵): په بلخ کې د طلوع  فردا اونيزې مسوول مدير په ولسي جرګه کې د بلخ پر استازي عباس ابراهيم زاده باندې تور پورې کړ چې کسانو يې دی وهلی او د مرګ ګواښ یې ورته کړی دی.

خو په ولسي جرګه کې د بلخ استازي عباس ابراهيم زاده چې د ((روند ملی عدالت و ازادی)) په نوم د سياسي حرکت رهبري هم کوي، دغه مسئله يې د ځان پر وړاندې سياسي توطيه وبلله او طلوع  فردا اونيزې مسوول مدير امير محمد احساس يې د خبريال نه ګڼلو تر څنګ په فيسبوک کې د ولسمشر، د بلخ سرپرست والي او ځان ته په کنځلو تورن کړ.

عباس ابراهيم زاده په سياسي چارو کې پر ښکېلتيا سربېره د بلخ له مشهورو سوداګرو څخه دی چې د بېلابېلو سوداګريزو چارو تر څنګ په مزارشريف ښار کې د رهنورد په نوم شخصي پوهنتون هم لري.

په مزارشريف ښار کې د ابن سينا د لوړو زده کړو شخصي موسسې د حقوقو او سياسي علومو محصل اميرمحمد احساس چې ځان يې په بلخ ولايت کې له تېرو دریو کلونو کې د محمدعلي محقق په امتياز د چاپېدونکې اوونيزې طلوع  فردا مسوول مدير معرفي کړ، د وري په ۱۰مه يې د ولايتي شورا په انګړ کې په خبري ناسته کې د ولسي جرګې پر وکيل عباس ابراهيم زاده د وهلو ټکولو او پر مرګ د ګواښ کولو تور پورې کړ.

نوموړي زياته کړه چې په فيسبوک کې د ده له ملګرو يو کس د رهنورد پوهنتون په تړاو يو پوسټ کړی و چې ده لايک کړی و.

د هغه په وينا، له همدې امله د عباس ابراهيم زاده د کسانو له خوا په مرګ ګواښل شوى او ډبول شوى دى.

احساس وويل چې د وري په ۸مه مازديګر له ابن سينا پوهنتون څخه و ايستل شو او د ولسي جرګې د وکيل عباس ابراهيم زاده کور ته راوستل شو.

نوموړي زياته کړه چې دلته د لسګونو کسانو پر وړاندې يې دوه ساعته بندي کړی و، توهين او تحقير يې کړ او په مرګ وګواښل شو.

احساس، چې پر تندي او مخ يې وړې وړې پټۍ لګېدلې وې، وويل: ((د  ابراهيم زاده له کوره له وتو وروسته، خپل کور ته پر لاره څلورو کسانو چې مخونه يې پېچلي وو، له موټره ښکته کړم او ويې ډبلوم.))

نوموړي دغه کړنې د قانون خلاف وګڼلې او د حيثيت د اعادې غوښتنه يې وکړه.

خو عباس ابراهيم زاده، امير محمد احساس د فيسبوک جنجالي کارکوونکی وباله او د ده ټولې څرګندونې يې پر وړاندې سياسي توطيه وبلله.

نوموړي زياته کړه چې اميرمحمد احساس د يو خبريال په توګه نه پېژني، بلکې د ځينو کړيو او د ولسي جرګې د ځينو استازو په سياسي دسيسو کې يې ښکېل وباله.

د هغه په وينا، تل يې د پاک سياست هڅه کړې او د خلکو سره د خيانت کوونکو له څېرو يې د پردې پورته کېدو کوشش کړی دی.

عباس ابراهيم زاده وويل چې په خپل مټ يې په مزارشريف ښار کې سوداګريزې چارې روانې کړې دي او ځان یې په سياست کې د افغانستان په ګټه ښکېل شخص وباله.

نوموړي زياته کړه چې د اميرمحمد احساس داسې پوسټونه يې کاپي کړي، چې ولسمشر اشرف غني، د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور او ده ته يې کنځلې کړې دي.

د هغه په وينا، ځينې حلقې د ده د سياسي ترور هڅه کوي او وژلو اراده يې لري؛ خو دا پېښه يې د ځان پر وړاندې وړه مسئله وګڼله چې د اميرمحمد په نوم د يو غريب ځوان د ښکېلتيا هڅه په کې شوې ده.

ابراهيم زاده وويل چې له دغه ځوان سره يې په ټيلېفون خبرې وکړې، کور ته يې راوغوښت او د لسګونو کسانو پر وړاندې يې ورته نصيحت وکړ چې د خلکو په توطيو کې دې ځان نه ښکېلوي.

که څه هم د طلوع  فردا اوونيزې مسوول مدير اميرمحمد احساس وويل چې د يادې پېښې پر وړاندې يې د بلخ ځينو دولتي او امنيتي ادارو ته خبر ورکړی خو د بلخ امنيتي او دولتي مسوولينو له دې پېښې ناخبري وښوده.

د بلخ ولايت د اطلاعات او فرهنګ رييس صالح محمد خليق پژواک ته وويل چې له يادې پېښې خبر نه دی او رياست ته يې په دې تړاو کوم شکايت او عريضه هم نه ده شوې.

همداراز د بلخ د امنيې قومانداني وياند شېرجان دراني پژواک ته وويل چې تر دې دمه د يادې پېښې په تړاو دوی ته خبر نه دی  ورکړی شوی.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 302 تاريخ : سه شنبه 10 فروردين 1395 ساعت: 19:20