کرینه کپور وايي د سنجي دت رول تر رنبیر کپور پرته بل هیچا داسې نه شو لوبولی

ساخت وبلاگ

له هغې ورځې چې د سنجي دت پر ژوند د جوړ شوي ” سنجو “ فلم بیلګې خپرې شوې دي، خلک د بالیوډ د چاکلیټي هیرو رنبیر کپور هغې اداکارۍ حک پک کړي چې په دې فلم کې یې د سنجي دت رول ترسره کړی دی.

هم لیدونکو او هم د سینما ستورو د رنبیر کپور کار ستایلی دی.

په سنجو فلم کې دیا میرزا د سنجي دت د میرمنې رول ترسره کوي.

په فلم کې انوشکا شرما، منیشا او نور اداکاران هم څرګندیږي.

د فلم لومړۍ ټریلر څلور ورځې مخکې خپور شو چې تر اوسه میلونونو کسانو کتلی او ګومان کیږي چې دا فلم به د ۲۰۱۸ کلن یو له هغو فلمونو چې تر ټولو ډیر لیدونکي به ولري.

د فلم د ټریلر له خپریدو سره سم خلکو د رنبیر کپور د اداکارۍ ستاینې پیل کړې دي. په فلمي ستورو کې له امیتاب بچن، ریشي کپور او نورو وروسته، د رنبیر د کاکا لور کرینه کپور خو د رنبیر کپور په ستاینه کې تر ټولو مخکې تللې ده او ویلي یې دي چې رنبیر کپور د بالیوډ تر ټولو بهترین اکټر دی .

کرینه کپور په نوي ډيلي کې د یوې غونډې په څنګ کې خبریالانو ته ویلي ” بل هیچا هم د سنجي دت رول داسې نه شو لوبولی لکه رنبیر کپور چې لوبولی دی.“

کرینه کپور هیله څرګنده چې که له خپلې خور کرینه کپور سره یې یوځای په یو فلم کې د لوبیدو هیله یې پوره نه شوه نو هیلمنه ده چې د ورور او خور په یو داستاني فلم کې به یو وخت له رنبیر کپور سره کار وکړی شي.

تر اوسه رنبیر کپور او کرینه کپور په یو فلم کې نه دي لوبیدلي.

ټاکل شوې ده چې د ” سنجو “ فلم د جون په ۲۹ مه نیټه په سینماګانو خپور شي.

له دې درې اونۍ مخکې د کرینه کپور فلم ” ویري د ویډینګ “ سینماګانو ته راځي، په دې فلم کې له کرینه کپور سره سونم کپور او نور اکټران څرګندیږي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 254 تاريخ : يکشنبه 9 ارديبهشت 1397 ساعت: 20:06