د هالیوډ وتلی ستوری په یوه لوبغاړې د جنسي تیري کولو په تور په بند محکوم شوی

ساخت وبلاگ

د رپوټونو له مخې کوسبي به زندان ته تر تګ وړاندې د ضمانت په ډول هم باید پیسي لکونه پیسې تحویل کړي.

بل کوسبي امریکایي دی او پر نوموړي د یوې ورزشکارې سره د جنسي تیري تور دی چې اوس مجرم پیژندل شوی، خو وکیل یې وایې چې بل کوسبي په دې قضیه کې ملامت نه دی او د محکمې د پرېکړې په خلاف به غوښتنه کوي.

د امریکې یوې محکمې دغه مزاحیه فلمي ستوری بل کوسبي د جنسي تیري په هغه جرم مجرم وپېژانده چې نوموړي پرې په ۲۰۱۷مېلادي کال کې تورن شو.

پر نوموړي تور دی چې ۲۰۰۴مېلادي کال کې یې د باسکیټبال پخوانۍ لوبغاړې انډریا کونسټینډ ته نشه ورکړې او وروسته یې پرې جنسي تیری کړی.

د باسکیټبال پخوانۍ لوبغاړې انډریا کونسټینډ

محکمې اوس کوسبي په همدغه قضیه کې مجرم پېژندلی او ۱۰ کاله بند سزا یې ور اورولې ده.

بل لورته؛
بل کوسبي پر ده تړلي تورونه رد کړي او وایي چې انډریا کونسټینډ له ده سره په خپله خوښه اړیکې لرلې، دی وایې چې په څښاک کې نشه ورکول او یا له کونسټینډ سره دوکه کولو تورونه پر ده تړل شوي او کوم حقیقت نه لري.

د نوموړي وکیل هم د انډریا کونسټینډ له لوري پرکوسبي تړل شوي تورونه نه مني او وایي چې کونسټینډ د پیسو د اخیستلو لپاره دا فضیه پیل کړې ده، دی وایي چې د محکمې پرېکړه ورته د منلو نه ده او پر وړاندې به یې د حق غوښتنه کوي.

دا له معلومه نه ده چې کوسبي به کله زندان ته ځي او کله به یې د قید نېټه پیلیږي، خو تر هغې وړاندې چې سزا يې پيل شي، نوموړی به په کور کې اوسیږي او د ضمانت په ډول به ۱۰ لکه روپۍ کیږدي.

بل کوسبي وروسته له هغې د شهرت څښتن شو چې په مشهور ټلویزیونې سریال (دی کوسبي شو) کې یې کار وکړ.

بل کوسبي اوس مهال ۸۰ کاله عمر لري او مزاحیه فلمونو په وتلو ستورو کې حسابیږي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 293 تاريخ : يکشنبه 9 ارديبهشت 1397 ساعت: 20:06