د نړۍ د ډیر تیل لرونکی هیواد، یو داسې ښار جوړوي چې د تیلو استعمال په کې صفر شي

ساخت وبلاگ

لیکنه: لینډا لي
ژباړه: حشمت الله رحمتي

عجیبه ده چې د نړۍ ډیر تیل لرونکی هیواد، د یو داسې ښار د جوړولو په لټه کې دی چې د تیلو استعمال پکې صفر شي او یا یې هم استعمال ممکنې ټیټې درجې ته راکم کړي.

د نړۍ لید داسې دی چې نړۍ د یو څو حقایقو شاهده ده:

۱. د نړۍ منابع مخ په کمیدو دي.
۲. اقلیم ورځ په ورځ په ګرمیدو دی.
۳. جرایم ورځ په ورځ مخ په شدت دي.
۴. د خلکو شعور مخ په پخیدو دی (یعنې راتلونکي نسلونه د مخکې نسلونو څخه ډیر پوه دي).

د عربي متحده امارات د نړۍ پر سر یو د هغو هیوادونو څخه دی چې د تیلو تر ټولو ډیرې زیرمې لري. چې د ورته هیوادونو د کلني عاید ترټولو لوړه برخه همدا تیل برابروي، عرب متحد ایالت هم هر کال په بیلونو ډالر عاید د تیلو له درکه ترلاسه کوي. اوس سوال دا دی چې ولې دا هیواد چې د ځمکې پر مخ ډیر تیل هم لري بیا هم د یو داسې ښار د جوړولو په لټه کې دی چې هیڅ تیل پکې نه استعمالوي یا هم د تیلو د استعمال تر ممکنې ټیټې درجې ته را کموي؟

ددې پوښتنې لنډ ځواب دا دی چې د ځمکې په سر ټولې منابع د تل لپاره نه وي، مطلب دا چې تیل د ټول عمر لپاره دوام نه کوي، بله دا چې داسې منبع شته چې د تیلو په نسبت کم مصرفه ده- هغه لمر دی.

اوس مهال د عربو او د نورې نړۍ په خاصه توګه د هندوستان او پاکستان انجینران پدې لټه کې دي چې متحد عربي اماراتو په یو داسې ښار کې چې د ګرم او ډیر لمر لرونکی دی، د سولر سیستم برابر کړی چې له مخې به یې د تیلو استعمال پدې ښار کې تر ممکنې ټيټې درجې ته راښکته شي، چې دغه ښار د مزدار (Masdar) ښار دی. تقریبآ د ابو دوبۍ څخه ۲۰ میله( ۳۲ کیلو متره) فاصله لري، چې ابو دوبۍ د متحد عربي اماراتو تر ټولو پراخه ښار دی، که چیرته دغه پروژه کامیابه شي، نو مزدار به د نړۍ پر سر لومړی ښار وي چې د تیلو استعمال پکې کاملآ لمنځه لاړ شي یا پکې حد اقل کچې ته راښکته شي.

مزدار یو کوچنی ښار دی، چې یواځې ۲.۳ میله مربع (۶ کیلو متر مربع) مساحت لري، په راتلونکي کې به دا ښار د ۵۰۰۰۰ نفوس د اوسیدو جوګه وي، ۱۰۰۰ کمپنۍ او د یو پوهنتون د لرلو قابلیت به هم ولري.

نوموړی ښار د تنګو کوڅو لرونکی دی، ددې ښار کورونه ډیر یو د بل سره نژدې دي، چې د ډیرو کورونو شتون د سیورو لرلو له کبله یې ددغه ښار کوڅو ته یخ والی وربښلی دی.

ددې ښار په کوڅو کې هیڅ موټر شتون نلري، ځکه چې ددې ښار سیمې یو بل ته ډیرې نژدې دي او ښاریان کولی شي چې په خپلو پښو د یوې سیمې څخه بلې ته ولاړ شي. او که چیرته یو کس نه غواړي چې د یوې سیمې څخه بلې سیمې ته په پښو ولاړ شي، نو بیا دوی کولی شي چې prt (personal rapid transit) مطلب ترې د شخصې بیړني سفر یو کسیز موټر دی هم استعمالولی شي، دغه کوچني موټرې هیڅ چلوونکی نه لري، د ځمکې لاندې یعنې په ځمک تلي کې ورته سړکونه برابر شوي، دننه په موټر کې داسې د افهام او تفهیم سیستم نصب شوی چې په یو ځل ویلو سره چې ځای ورته مشخص کړې، نو بیا دې همالته بیايي، بله دا چې دغه موټرې د سولر سیستم لرونکي دي چې د یوې ورځې سولر انرژي ورته دوه درې ورځې کار کوي.

مزدار ښار به یو ځل بیا د خپلو هغو منابعو څخه چې مخکې ترې استفاده شوې، بیا استفادې ته اماده کړي، همدارنګه د خپلو اوبو څخه به هم ۸۰٪ د انرژۍ په برابرولو کې ګټنه وکړي، د مزدار خلک هم د ښار په معیار برابر کورونه جوړوي د خپلې محلي ادارې سره ډیره هماهنګي لري، عامه ګټو ته په شخصي ګټو برتري ورکوي، چې ددې ښار د جوړیدو عمده علت هم همدا د خلکو مثبت احساسات دي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 268 تاريخ : يکشنبه 9 ارديبهشت 1397 ساعت: 20:06