هغه کرکټران چې په مينه يې واده کړی؛ د ګیل او ډوني د ودونو کیسې هم په کې شته

ساخت وبلاگ

ژباړه: مدثردعوت

کرکټ په نړۍ کې يو له مينه ناکه ورزش څخه دی، بل هيڅ ورزش ورسره پدې برخه کې مقابله نشي کولای.

کرکټران ډېر مينه ناک خلک دي.

په نړيواله سطحه تر فلمي لوبغاړو وروسته خلک د کرکټرانو سره ډېره مينه کوي او احترام يې کوي.

هرڅوک په کرکټ کې ځانته د خوښي ځانګړی لوبغاړی لري، چې هيڅکله د هغه يوه لوبه هم بې له کتلو نه پرېږدي او خوند ورکوي چې په اړه يې ډېر مالومات ترلاسه کړي.

هر کرکټر د خپل مسلکي ژوند ترڅنګ يو بل اړخ هم لري کورنۍ، مينه او د ژوند نورې چاري.

تاسو به شايد د اکثرو کرکټرانو په اړه ځيني مالومات لرئ، ددوی د پلانونو، لوبو، سفرونو، دولت او نورو برخو، خو شايد د دوی د ګډ ژوند په اړه مالومات ونلرئ.

تاسو هغه کرکټران پېژنۍ چې په مينه يې واده کړی دی؟

موږ دلته د سږکال IPL لوبو د يو څو غوره کرکټرانو سره ددوی د مېرمنو په اړه لنډ مالومات چمتو کړيدي، شايد ځيني پوښتني مو ځواب شي او درته جالبه هم وي:

۱ـ مهيندرا سینګ ډهوني

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر چې سږکال IPL کې د چينای سوپرکينګ لوبډلې لوبډلمشر دی، د مينې په کيسه خو به يې تاسو خبر ياست؟

د ډهوني د ژوند، مسلک او ميني پر کيسې په باليووډ کې يو فلم هم جوړ شوی چې تر ډېره يې دده د ژوند حقايق پکي راسپړلي دي.

ډهوني د خپل محبوبي ساکشي سره په ۲۰۱۰ز کال کي واده وکړ،چې اوس مهال د زويا ډهوني په نوم يوه ښايسته لور هم لري.

۲ـ فاف ډوپلسيز

د سويلي افريقا لوبډلمشر چې سږکال IPL کي د چينای سوپرکينګ لوبډلې سره لوبيږي، د ايماري ويسر سره يې واده کړی.

دوی د خپل ژوند پيل په ۲۰۱۳ز کال کې وکړ.

ايماري IPL کې د خپل خاوند ډېرو لوبو ته کښېنستلې او خاص د ډوپلسيز په خاطر هرځل هندوستان ته ځي.

۳ـ اجينکا رهاني

د هندوستان کرکټ ملی لوبډلي غوره توپوهونکی چې په خورا تخنيک سره لوبه ترسره کوي، سږکال IPL لوبو کي د راجيستان رويالز لوبډلي لوبډلمشر دی.

اجينکا رهاني د خپل ماشومتوب له ملګري راديکا سره په ۲۰۱۴ز کال کې واده وکړ.

راديکا په هندوستان کي يوه مسلکي ډېزاينره ده.

۴ـ شېن واټسن

د اسټراليا پخوانی لوبډلمشر، شېن واټسن چې سږ کال د چينای سوپرکينګ لوبډلې سره لوبيږي، د لي فورلانګ سره واده وکړ.

دوی د خپل ژوند پيل په ۲۰۱۰ز کال کې وکړ، چې تر دې مهاله ۲ اولادونه لري، يو زوی او يوه لور.

لي فورلانګ د فکس ټلوېزيون سره د نطاقي په حيث دنده اجراکوي، نو همدا يې لامل دی چې تر اوسه پورې هندوستان ته د خپل خاوند لوبې ته د نږدې کتلو لپاره نده تللې.

۵ـ روهيت شرما

د ممبی انډيان لوبډلې لوبډلمشر روهيت شرما په ۲۰۱۵ز کال کې د ريتيکا سره واده وکړ.

مخکي لدې چې ددوی دوو ترمنځ د میني تار وغځېږي، ريتيکا د روهيت شرما مديره وه او دی يې مامور وو.

ريتيکا اوس مهال هم د ځينو کمپنيو سره د منېجرې په حيث دنده ترسره کوي، خو د خپل خاوند هرې لوبې ته حتماً ځان رسوي.

۶ـ ميچل جانسن
د اسټراليا پخوانی تېز توپ اچوونکی ميچل جانسن سږ کال د KKR لوبډلې سره لوبېږي.
جانسن په ۲۰۱۱ز کال کي د جيسيکا براتيچ جانسن سره واده وکړ.

دغه ښايسته جوړه اوس مهال يوه لور لري.

جيسيکا هم د ميچل جانسن په څېر يوه بريالۍ ورزشکاره ده.

دې د ۲۰۰۶ز کال د کراتې په نړيوالو لوبو کې د برونزو مډال هم ګټلی دی.

جسيکا د سپورټ سره سره د تجارت کاروبار هم پرمخ بيايي.

۷ـ دينېش کارتيک

د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې لوبډلمشر، د ينېش کارتيک د هندوستان د سقواش لوبو د غوره لوبغاړې ډپيکا پاليکر سره واده وکړ.

ډپيکا لومړنۍ هندوستانۍ لوبغاړې ده چې په نړيواله سطحه د سقواش لوبو په ۱۰ غوره لوبغاړو کې راځي.

کارتيک او ډپيکا پاليکر په ۲۰۱۵ز کال کې واده سره وکړ.

۸ـ کريس ګېل

د شپږيزو باچا او بې رحمه توپوهونکی سږکال په ډېر لږ قېمت، خو په خورا لوړ ارزښت د کينګز ايليون پنجاب لوبډلې سره لوبېږي.

تور ګېل د سپيني نتاشا سره واده کړی او اوس مهال يوه ښايسته لور لري.

نتاشا اکثريت وخت د خپل خاوند لپاره د IPL لوبو کتلو ته نږدې ورځي.

۹ـ شيکر داون

شيکر داون د تيرو څو کلونو راهيسي د سنرايزرز حيدراباد لوبډلې لپاره د اوپنر لوبغاړي په حيث لوبه ترسره کوي.

شيکر دوان په ۲۰۱۲ز کال کې د اشيا موخيرجي سره واده وکړ.

دغه جوړه د زورور داون په نوم يو زوی هم لري.

۱۰ـ ډواين براوو

د ويسټ انډيز مخکنی لوبډلمشر ډواين براوو چې سږ کال د چنای سوپرکينګ لوبډلې سره يوځای دی، د رانجينا رامجيت سره واده کړی.

دوی تر دې مهاله دوه اولادونه لري.

براوو سږ کال په IPL کې تر اوسه د يو غوره توپوهونکي او توپ اچوونکي په حيث ځان ثابت کړی.

۱۱ـ ګاتم ګمبير

دهندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی، د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلي مخکنی لوبډلمشر او د ډيلي ډاريډېولز لوبډلې اوسني لوبغاړي چې وړمه ورځ یې د همدې لوبډلې کپټاني هم پریښوده، ګاتم ګمبير په ۲۰۱۱ز کال کي دخپلې ميني نتاشا سره واده وکړ.

تر واده مخکي ګمبير او نتاشا ډېر خواږه ملګري ول.

۱۲ـ ويرات کوهلي

کله چې د کرکټ د غوره توپوهنې او لوبډلمشرۍ نوم راځي، نو ويرات به مو حتماً ذهن کې تاویږي.

د ويرات کوهلي او انوشکا شرما د مينې کيسه له ډېر پخوا څخه روانه وه، ان کلونه کلونه يې په بر کې ونيول، خو ورځ تر بلې يې د ميني خوند او مزې ډېرېدلې.

دا به شايد مبالغه نه وي که ووايم چې د ويرات کوهلي او انوشکا شرما واده په نړۍ کې د کال ترټولو مشهوره تړون وو.

انوشکا شرما د باليووډ يوه بريالۍ اکټره ده، چې په لومړي ځل د باليووډ د باچا شاهرخ خان سره په ۲۰۰۸ز کال کې په ربنې بنادې جوړې فلم کې د بريالۍ اداکارې په حيث راښکاره شوه.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 457 تاريخ : يکشنبه 9 ارديبهشت 1397 ساعت: 20:06