د کیم جانګ اون ځغاستونکي باډي ګارډانو خلک حیران کړي

ساخت وبلاگ

د جمعې ورځ د کوریا په ټاپو وزمه کې تاریخي ورځ وه. په تیرو ۶۸ کلونو کې د لومړي ځل لپاره د شمالي کوریا یو مشر د جنوبي کوریا په خاوره کې قدم کېښود، او د جنوبي کوریا له مشر سره یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سولې او ثبات په اړه خبرې وکړې.

د شمالي کوریا مشر کیم جانګ اون په یو بې سارې اقدام کې د دواړو کوریاګانو ترمنځ سرحدي سیمه کې د جنوبي کوریا له مشر سره وکتل . دواړو په دې لیدنه کې د اړیکو د ښه کولو او د جګړیز حالت څخه سوله ایز وضیعت ته د تګ په اړه خبرې اترې وکړي او د هغې سیمې چې اوس ” بې پوځیانو سیمه“ بلل کیږي د ” سولې په سیمه “ د بدلولو پریکړه وکړه.

د نړۍ سیاستوال د کیم جانګ اون په سیاست کې چې یوازې څو میاشتې مخکې یې نړۍ په اتومي وسلو ګواښله، دې ستر بدلون حیران کړي او سیاسي شنونکي پرې په نړۍ کې تبصرې کوي.

خو په ټولنیزو رسنیو کې بیا ګڼو کسانو ته د کیم جانګ اون له لیموزین موټر سره ځغاستونکي ساتونکي په زړه پورې دي.

کله چې د شمالي کوریا مشر موټر د جنوبي کوریا خاورې ته اوښت نو تر لسو زیاتو ساتونکیو یې ورسره دواړو خواوو ته منډې وهلې.

ګڼ خلک د کیم د باډی ګارډانو ستما او اوږدې ساه متاثره کړي چې پرته له وقفې یې له موټر سره یو ځای منډې وهلي.


د نړۍ ګڼو مخکښو خبریالانو دا تصویرونه شریک کړي او ځینو ورسره ټوکي لیکلي، خو ځینو د کیم د ساتونکيو سره خواخوږي ښودلې ده.

د جنوبي کوریا په مرکز سیول کې د بي بي سي خبریالې لورا بایکر پر خپل ټویټ لیکلي ” کیم جانګ اون د ونې د اېښودو سیمې ته داخلیږي. نوموړې په خپل لیموزین کې روان دی چې شااو خوا یې ځغستونکي ساتونکي منډې وهي. دوی ريښتیا هم خوځیدلی شي.“

د ټویټر بل کارونکي لیکلي داسې ملګري پیدا کړئ چې د کیم جانګ اون په څیر مو وساتي :


د بهرنیو اړیکو لیکوالې مولي مکیو له خلکو غوښتي چې دا کیم جانګ اون د ځغاستونکو ساتونکیو ویډیو دې نه شریکوي. د نوموړې په وینا دا د چارواکو د خوښۍ یوه داسې څرګندونه ده چې په کې د وګړو فردي ژوند معنی نه لري.


شمالي کوریا د نړۍ یو منزوي هیواد دی چې د کیم جانګ اون نیکه او پلار پرې مطلقه واکمني کړې او اوس یې ځوان کیم مشري کوي. که څه هم تر تیرو څو میاشتو پورې ددې هیواد اړیکې له جاپان، جنوبي کوریا او امریکا سره ډيرې ترینګلي وي، او د جګړې نښتو ته نژدې وو، خو اوس داسې ښکاري چې په دې اړیکو کې یو څه بهتري راغلي او لږ تر لږه د رقیبو هیوادونو تر منځ د یوې احتمالي اتومي جګړې خطر کم شوی دی.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 329 تاريخ : يکشنبه 9 ارديبهشت 1397 ساعت: 20:06