رولا غني: د هېواد ستونزې بايد د يووالي له لارې حل شي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک ١١ کب ٩٤): د ولسمشر مېرمنې د افغانستان د څارندوى پر پياوړتيا ټينګار کړى او وايي، په هر هېواد کې سياسي او اقتصادي ستونزې شته، خو ټول مسايل بايد د يووالي له لارې حل شي.

رولا غني چې د افغانستان له څارندوى څخه د ملاتړ تر سرليک لاندې په ملي غونډه کې خبرې کولې، وويل چې دا د خوښۍ ځاى دى چې د افغانستان څارندوى بيا احيا شوى او دا کار کولى شي د خدمت په برخه کې خپلو خلکو او هېوادوالو ته اغېزناک کارونه تر سره کړي.

مېرمن غني، څارندوى د ملي يووالي سمبول وباله او زياته يې کړه: "ډېره خوشاله شوم چې د هېواد په ١١ ولايتونو کې څارندوى فعاليت کوي او هيله ده تر راتلونکي کال پورې ټول ولايتونه فعال څارندوى ولري."

نوموړې د خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو پر يووالي ټينګار وکړ او زياته يې کړه، په هر هېواد کې بېلابېل قومونه ژوند کوي او دغه راز په جلا جلا ژبو خبرې کوي، سياسي او اقتصادي ستونزې هم شته، خو کله چې ټول تر يوه چتر لاندې د هېوادوالو په توګه له يو بل سره ژوند کوي، نو تر منځ يې بايد کوم توپير نه وي، چې څوک د شمال او څوک د سوېل دى او ټول بايد يو بل ته لاس ورکړي او کار وکړي.

د ولسمشر مېرمنې وويل: "په يواځې توګه سره کوم کار نه شو ترسره کولى او په يواځېتوب کې بيا ډېر زيانونه دي، خو که چېرې يووالى او د يو بل ترمنځ همغږي ولرو، نو بيا به ډېر پياوړي يو او زموږ فعاليتونه به هم پياوړي وي."

د ويلو ده، چې د افغانستان څارندوى په ١٣١٠ لمريز کال کې د نادرشاه د واکمنۍ پر مهال رامنځ ته شوى او په حکومتونو کې له لوړو او ژورو او سياسي بدلونو رامنځ ته کېدو وروسته د څارندوى پروګرامونه څو ځلې زيانمن شول، خو د طالبانو رژيم له رانسکورېدو وروسته د ١٣٨٠ لمريز کال د لنډمهالې حکومت پر مهال يې بيا د پوهنې وزارت په چوکاټ کې خپل فعاليت پيل کړ.

د ١٤ کلونو په تېرېدو سره دغه ټولنيز بنسټ ونه شوى کولى چې په خپله ټولنه کې د يوه ملي او فعال رضاکار ملي بنسټ په توګه خپل مقام څرګند کړي، خو اوسمهال د ځوانانو چارو معينيت له ځينو ملي او نړيوالو موسسو سره يو ځاى هڅه کوي، څو څارندوى يو ځل بيا ځواکمن کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين سيدکمال سادات وويل، په ١١ ولايتونو کې زرګونه ځوانان د څارندوى له ليکې سره يو ځاى شوي او موخه دا ده، چې د امنيتي ځواکونو او نورو بنسټونو ترڅنګ، د څارندوى ټيم هم وکولى شي خپلو خلکو ته خدمت وکړي او په بېړنيو حالاتو کې د خلکو په چوپړ کې واوسي.

هغه زياته کړه، هڅه کېږي په ټولو ولايتونو کې د افغانسان څارندوى ډېر ژر فعاله شي او له ځوانانو يې هم وغوښتل، چې له څارندوى سره يو ځاى شي.

سادات زياته کړه، د ځوانانو معينيت هڅه کوي چې بې روزګارو ځوانانو ته د هېواد په داخل او بهر کې د کار زمينه برابره کړي، څو بهر ته په غيرقانوني توګه د ځوانانو له تلو مخنيوى وشي.

يوه څارندوى محمد تميم وويل، څارندويان له سياست سره تړاو نه لري، د هغوى ټول فعاليتونه ټولنيز او رضاکارانه دي.

هغه زياته کړه، دوى د ملي يووالي، سولې او ټولنيزو خدمتونو په برخو کې کار کوي او له حکومته غواړي چې د څارندوى په پياوړي کولو کې همکاري وکړي، څو ډېر شمېر ځوانان له دغې ليکې سره يو ځاى شي.

- - , .

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 192 تاريخ : سه شنبه 11 اسفند 1394 ساعت: 21:38