د کرکټ ۱۷ او ۱۸ جوړه پيژنئ !؟

ساخت وبلاگ

د نړیوال کرکټ په ډګر کې هر هیواد په خپلې ملي لوبډله کې د بیټینګ یا توپ وهنې یوه بهترینه جوړه لرونکې وي، چې د هغه لوبډلې لپاره زیات وخت ښه لوبه ترسره کوي.

بل خوا د کرکټ یو شمیر تجارتي لیګونه ترسره کیږي، چې پکې د بېلابېلو هېوادونو د کرکټ لوبغاړي راټولیږي او هره لوبډله کې کورني او بهرني لوبغاړي شتون لري، چې دغه ډول سیالیو ته یې ځانګړی خوند ورکړی وی.

د تجارتي لیګونو څخه یو هم د هندوستان د کرکټ مشهوره تجارتي لیګ د «اي پي ایل» سیالۍ دي، چې خپل ځانګړی خوند لري او بې شمیره مینه وال یې د لیدو په موخه له نږدې او لیرې څخه ننداره کوي.

په دغه مشهور لیګ سیالیو کې د رایلز چیلینجرز بنګلور لوبډله کې د توپ وهنې یوه بهترینه جوړه برابره شوې ده، چې د ۱۷ او ۱۸ په نوم سره یادیږي.

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي او د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او اوسنی لوبغاړی ای بي ډيویلیرز یادوو.

د ای بي ډیویلیرز د شرټ یا کمیس نمبر ۱۷ او د ویرات کوهلي د شرټ نمبر ۱۸ دی، نو ځکه د ۱۷ او ۱۸ په نوم سره یادیږي او د بیټینګ یا توپ وهنې دغه جوړې زیات وخت د بنګلور لوبډلې لپاره مهم اننګزونه لوبولي دي.

۱ – ویرات کوهلي :


د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي د «اي پي ایل» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو په لیګ کې د رایلز چیلینجرز بنګلور لوبډلې د کپتانۍ دنده ترسره کوي او نوموړی د کریس ګیل وروسته هغه لوبغاړی دی، چې تر نورو لوبغاړو څخه د زیاتو سلیزو جوړولو کې وړاندې دی.

ویرات کوهلي د «اي پي ایل» لیګ په ۱۵۳ لوبو کې ګډون کړی دی، چې په توپ وهنه کې یې د ۴ سلیزو ترڅنګ ۳۲ نیمه سلیزې هم شاملې دي.

۲ – ای بي ډیویلیرز :


د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان او اوسنی لوبیدونکی لوبغاړی «ای بي ‌ډویلیرز» د هندوستان د کورني کرکټ غوره لیګ «اي پي ایل» سیالیو کې د تیرو څو کلونو راهیسې د ویرات کوهلي په لوبډلمشرۍ کې د رایلز چیلینجرز بنګلور لوبډلې په ګټه لوبیږي.

ډیویلیرز هم یو له هغو لوبغاړو دی، چې د زیاتو سلیزو جوړونکو لوبغاړو په لیست کې شامل دی او په دغه لیګ سیالیو کې یې د ۳ سلیزو جوړولو ترڅنګ ۲۴ نیمه سلیزې هم جوړې کړې دي.

د کرکټ په ډګر کې ډیویلیرز یو د بې رحمه توپ وهونکی د جملې څخه شمیرل کیږي، چې هیڅ ډول په توپ اچونکو بریک نه نیسي، نو ځکه خو یې د بنګلور لوبډله په اسانۍ سره بلې لوبډلې ته نه ورپریږدي.

دواړه ویرات کوهلي او ای بي ډیویلیرز د «اي پي ایل» سیالیو په لیګ کې د ملګرتیا ترڅنګ په نړیوال کرکټ هم ډیرې ښې او د دوستۍ اړیکې لري، نو ځکه خو ویلی شو، چې کرکټ د هېوادونو او لوبغاړو ترمنځ د دوستۍ اړیکې ټینګوي.

جالبه خو لا دا ده، چې د بنګلور لوبډله کې د ویسټ انډیزي کریس ګیل، اسټرالوي شین واټسن، جنوبي افریقايي ای بي ډویلیرز او هندي ویرات کوهلي یو ځای په لوبیدو کې هغه دغه لوبډله د اتلولۍ تر جام پورې تر اوسه نه ده ورسیدلې.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 266 تاريخ : دوشنبه 3 ارديبهشت 1397 ساعت: 5:19