کابل کې د تذکرو په یوه مرکز ځانمرګی برید او د ارګ غبرګون

ساخت وبلاگ

بي بي سي وايي؛ نن یکشنبه سهار شا او خوا لس بجې د کابل ښار شپږمه حوزه کې د تذکرو ویشلو په یوه مرکز کې ځانمرګی برید شوی، چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د کورنیو چارو وزارت ویلي دا برید پلي ځانمرګي کړی.

د یاد وزارت ویاند نجیب الله دانش وايي؛ برید د تذکرو یا پیژندپاڼو اخیستونکو په کتار کې شوی.

بي بي سي د عامې روغتیا وزارت د ویاند وحید مجروح له قوله وايي چې په دې برید کې ۳۱ پورې کسان وژل شوي او ۵۴ نور ټپیان دي.

دومره خلک ولې د تذکرو اخیستلو لپاره راټول شوي؟

وروسته له هغې چې د افغانستان حکومت د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې مرکزونه پرانیستل، نو یو شرط یې دا دی چې د رایې کارت اخیستو تر څنګ باید تذکره هم ولري، په همدې اساس ګڼ خلک هڅه کوي، پيژندپاڼې واخلي، څو بیا رایه وکارولی شي.

د طالبانو غبرګون؛
طالب ذبیح الله مجاهد ویلي چې ددوی کسانو برید نه دی کړی.
هغه دا خبرې په ټویټر پاڼه کې لیکلي.

له دې وړاندې وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي ول چې خلک باید په ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

ولې داسې بریدونه کیږي؟
ویل کیږي دا یو حساس وخت دی، ددې ډول بریدونو یوازینۍ موخه دا وي چې خلک وړاندې له رایې ورکولو وویروي او بیا په ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

پر فیسبوک هم ګڼ غبرګونونه خپاره شوي؛

لیکوال ډاکټر نجیب ننګیال په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي؛

په برچي دښته کې نوم ليکنې ته په ولاړو وطنوالو بريد، نهايت خواشينی کړم.
نن به پوه شوي ياست چې رايه څومره مهمه ده. که رايه ورکول مهم نه و. که د رايو په ورکړې د دې وطن راتلونکی نه جوېده، زمونږ دښمن به کله هم دغه ځای هدف نه و ګرځولی. دوی زمونږ بنسټونه په نښه کوي. د وطن سازۍ، د ملت سازۍ او اينده سازۍ بنسټونه. ځکه که دلته رايې اهميت پيدا کړ. په رايه خلک واکمن شو. بيا خو نېک او صالح انسانان واکمنۍ ته راځي او د وطندوستو خلکو په شتون کې جنايتونه او جرمونه دوام نشي کولی. زمونږ دښمن غواړي دغه پروسه ټکنۍ کړي. خلک و ډار کړي. خو مونږ نه ډارېږو، پر مخ ځو. جمهوريت د هر څه بهترين انتقام دی. ديموکراسي په دې ارزي چې لپاره يې قرباني ورکړو او د چپ و راست استبدادونو مخه ونيسو.
مونږ به غچ اخلو. داسې چې د رايو ورکوونکو کتارونه به لا اوږدوو. داسې چې ديموکراسي به نهادينه کوو. داسې چې د دې وطن هر انسان د فکر او خبرې ازادي ولري. د ارام او انساني ژوند لپاره خپلو نسلونو ته ارام وطن ور وبښو.

د ديموکراسۍ شهيدانو!
اروا مو ښاده. د دې وطن راتلونکي نسلونه به ستاسې په وينو رنګ تذکرې او د رايې کارتونه نه هېروي. تاسې د ظلم، خيانت، استبداد او زور واکۍ په خلاف کتار کې ولاړ وئ. مرګ په دومره نامرده دښمن، چې د ښځو په کتار کې ځان وژني او جنت ګټي.

خبریال احمد شیبر لیکلي؛

د انتخاباتو لپاره د نوم ثبتولو په مرکز کې ولې باید چاودنه وشي؟ دا کار هغه څوک کوي چې نه غواړي د خپلې خوښې کسان ولسې جرګې ته انتخاب کړئ. د ډیموکراتیکو ټولنو په پرمختګ کې تکړه وکیلان ډير نقش لري.

ننګرهار میشتي خبریال محمد نادر بهار د پیښې له یوه انځور سره لیکلي؛

.دکابل برید ، ای لویه خدایه ته په خپل رحم او کرم افغانان دسولې له لوړ نعمت څخه برخمند کړې او د دې پېښې عاملین ته په خپل قهر او عذاب ککړ کړې.
د دې انځور په لیدلو مې زړه سخت له ژوند او انسانیته تور شو ،
اخر ولې د دې میندو ګناه څه وه؟؟؟؟اخر دا خوبه هم د چا میندې وې.
، یاد انځور نشرول نه وه پکار د مسلک په لحاظ خو یاد انځور مې د زړه له ډیره درده نشر کړ، له ټولو درنو یې دلیدلو بښنه غواړم.

د ارګ غبرګون؛

د افغانستان ولسمشر ماڼۍ هم په یوه خپره کړې اعلامیه کې دا برید غندلی او ویلي یې دي چې په دې ډول بریدونو سره د خلکو ارادې نه شي کمزورې کولی.

 ۰۲ – ثور – ۱۳۹۷

ارگ، کابل: تروریستان جنایتکار امروز در دو رویداد تروریستی یکی در مرکز توزیع تذکره در قلعۀ ناظر حوزۀ ششم شهر کابل و دیگری در ولایت بغلان، شماری از هموطنان ما را به شمول اطفال و زنان، شهید و زخمی کردند.

رئیس جمهور غنی ضمن محکوم نمودن این رویدادهای تروریستی، گفت که تروریستان وحشی‌صفت که به شمول ارزش‌های اسلامی، به هیچ ارزش ملی و دموکراتیک باور ندارند، باید بدانند که با انجام چنین عملکردهای جنایت‌کارانه، هیچگاهی نمی‌توانند عزم و ارادۀ مردم ما را به‌خاطر اشتراک گسترده در روندهای دموکراتیک، تضعیف نمایند.

رئیس‌ جمهوری اسلامی افغانستان مراتب تسلیت و همدردی عمیق خویش را به خانواده‌های شهدای رویدادهای تروریستی متذکره ابراز داشته، به شهدا بهشت برین و به مجروحین صحتمندی کامل از درگاه ایزد متعال استدعا می کند.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 265 تاريخ : دوشنبه 3 ارديبهشت 1397 ساعت: 5:19