څنګه پانګه اچوونه وکړو؟ څو لارې چارې چې د پانګې اچوونې لپاره اړینې دي

ساخت وبلاگ

ژباړه: بختي جان مراد

پانګه اچونه څه شی دی او څنګه پانګه اچونه وکړو؟
پانګه اچونه باید څنګه وپيژنو او په اړه مالومات ولرو؟
کومې ستونزې او مشکلات دې، چې زموږ پر وړاندې خنډ رامنځته کولی شي؟
ډولونه؛ د پانګې اچونې او لارې چارې یې کومې دې؟

دا او دیته ورته نورې پوښتنې چې د پانګې اچوونې مربوط دي، غواړئ ځوابونه یې پیدا کړئ، نو لاندې مطلب یې تاسې ته حل لارې پیدا کولی شي:

۱ – د پانګې اچوونې پیژندنه
پانګه اچوونه د شتمنۍ د پیدا کېدو ښه سرچېنه ده، که چیرته په ډیره پیمانه پیسې نه لرئ، دا په دې مانا نه ده، چې تاسو د پانګې اچوونې جوګه نه یاست او داسې فرض کوئ چې پانګه اچوونه یوازې د شتمنو خلکو کار دی.

نه دا خبره په مطلقه توګه غلطه ده، هر څوک کولی شي له کمو پیسو پانګه اچوونه شروع کړي او قدم په قدم ځان شتمن او دولتمند کړي.

پانګه اچوونه څه کوډي او جادو ندي، بلکې وخت، هڅه کول، پوه او مهارتونه په کار اچول دي، ددې ټکو په پام کې نیولوسره یو شخص شتمن او ښه پانګوال کیدی شي.

موږ په دې مطلب کې تاسو د نړۍ له هغه بازارونو او شتمنو خلکو سره آشنا کوو، چې له کومو لارو چارو دوی شتمن شوي دي او ټول هغه تخنیکونه چې سرمایدارو خلکو تري ګټه اخستې تاسو ته درپیژنو.

۱ – پانګه اچوونکی څوک دی؟
پانګه اچوونکی هغه څوک دی، چې خپله شتمني، دارایې او پیسې په کاروبار بندوې یاد خپلې سرمایئ د ګټې په هدف په جریان راوستل.

وارن بافت یو د نړۍ له نامتو او پیژندل شویو، پانګه اچوونکو څخه دی.

نوموړی پانګه اچوونکی داسي تعریفوي:
په اوسنیو حالاتو کې یوه اندازه پیسې په لاره اچول په دې هدف تر څو خپله پانګه په جریان راولي او د وخت په تیرویدو سره خپلې پانګې ته پراختیا ورکړي، یاد شخص عبارت د پانګه اچوونکي څخه.

۲ – پانګه اچوونه څه ته وایي؟
په اقتصادي نظام کې دا داسې یوه برخه ده، چې دلته په عملې برخه ډیر کار وشي.

پانګه اچوونه نورې معناوې هم لري، خو لومړی یې بندول د خپلو پیسو دې، ځکه په اقتصاد کې مصرفول اسان دي، خو په لاس راوړل سخت او ګران کار دی.

په پانګه اچوونه کې روان حالت په پام کې مه نیسئ بلکې راتلونکی په نظرکې ولرئ، ځکه پانګه اچوونه د ګټې په پار ترسره کوئ، نه د تاوان په نیت تاسې پیسې پرې بندوئ، هغه په جریان راولئ او له امله یې ګټه په نظر کې ونیسئ، نو پورته ټول فعالیتونه د ګټې لاسته راوړلو په اساس ترسره کوئ.

۳ – د پانګه اچونې لارې چارې
د پانګې اچونې لپاره بیلابیلې لارې شتون لري، کولی شو خپلې پېسې په سهامې شکل، انفرادي شکل، د مشترک کاروبار په اساس او دیته ورته په نورو شکلونو هم کولی شو، پانګه اچونه وکړو.

هرکله چې له دې لارو چارو مثبتې او منفې نقطې په نښه کړو، نو په اساس کولی شو، خپل کاروبار بریالیتوب خواته ورسو.

د مثال په توګه: مشترکه پانګه اچوونه په کومو شیانو کې ترسره شي؟
مدیریت یې څنګه ترسره شي؟ ګټه او تاوان یې څومره دی؟
د پانګې اوچونې په صورت کې تېروتنې هم کوئ که نه؟

دا ټول هغه سوالونه دي، چې مخکې له پانګې اچوونې که چیرته ځواب کړئ، باورې اوسئ، د یو ښه پانګه اچوونکي په توګه به پر مخ ولاړ شئ.

په دې برخه کې له تاسې سره مرسته کوونکي لارې چارې، پراخه مطالعه، تحقیق او څېړنه دي. ترڅو ستاسې ځوان کاروبارته پرمختګ ورکړي.

۴ – ځان پیژندنه
د ژوند په هر پړاو کې باید لومړی خپل ځان وپیژنئ.
هر پانګه اچوونکی چې کله پانګه اچونه کوي، تر شا یې خپل اهداف لري، ځکه دا مهمه خبره ده چې خپل ټاکلی هدف پکې مشخص کړو او په هماغه طرز او طریقه پر مخ لاړ شو.

اهداف
هغه پیسې چې غواړئ، سرمایه ګذاري یې کړئ څومره دي؟
ایا دومره پیسې لرئ، چې کوم هدف تاسې ټاکلی هغې ته ورسوي؟
کیدای شي د مختلیفو اهدافو لپاره په بیلابیلو لارو پانګه اچونه ترسره کړئ.
دلته مهم ټکی دا دی چې، کله د پانګې اچونې لپاره پریکړه کوئ، په دې ځان پوه کړئ چې ددې پایله څه کیداشی؟
هڅه وکړئ چې داسې اهداف وټاکئ چې تاسې په تر لاسه کولو بریالي کیداشئ، نه دا چې ستاسو لپاره یو لوی چلنج اوسي.

د خطرونو پر وړاندې مبارزه کول
پانګه اچوونه د خطرونو خالي نه وې، ځکه که چیرته په سمه او منظمه توګه ورته کار ونه شي، دا امکان ډیر شته چې ستاسې پیسې او پانګه له خطر سره مخامخ شي، چې ښه مثال یې ۲۰۰۸ م کال و، دغه کال د تاریخ په اوږدو کې د اقتصاد په برخه کې بدترین کال و، ددې کال یوازینی لامل د خطرونو پر وړاندې نه پام ښودل شوی.

بله مهمه خبره دا ده چې هر څه کې چې پانګه اچونه کوئ، په اړه یې باید په پوره توګه معلومات ولرئ.

په پانګه اچوونه کې پلټنه او پوهیدنه؛
پانګه اچوونه یو څه ته چې ډیره اړتیا لري، هغه پوهه او اطلاعاتي برخه ده.
پانګه اچوونکی باید دومره پوه او معلومات په خپله برخه کې ولري، لکه یو فیلسوف یې چې لري، نو په دغه حالاتو کې تاسو بریالی پانګه اچوونکی جوړیدای شئ.

که چیرته هر څه ته په سمه توګه متوجه اوسئ نو ستاسو د پانګونې پایله به ښه او مثبته اوسي.

خپلو نیمګړتیا و ته متوجه شئ
هر کار چې د لومړي ځل لپاره یې، پیل کوئ په خپل ذات کې د ستونزو سره مل وې، ځکه انسان له زیاتو نیمګړتیا او تیروتنو سره مخامخ دی.

خو د یوه پانګه اچوونکي لپاره دا ډیره مهمه ده، چې په دې اړه پوه ولري چې چیرته پانګه اچونه وکړم او کوم شیان دې چې ترې ځان وساتم؟

مثلآ یو پانګه اچوونکی په هغه بازار کې ورګډیږي، چې په اړه یې هیڅ معلومات نه لري، چې څه باید دې بازار ته وړاندې کړې، نو دا ډیره لویه تیروتنه کوي، ځکه دا باید لومړی ځانته معلومات پیدا کړي او بیا پانګونه وکړي، بې له شکه دا بیا یوې مثبتې پایلې ته رسیدای شي.

۵ – د پانګې اچوونې ډولونه
لکه څنګه مو چې وړاندې یادونه وکړه، کولی شو له بیلابیلو لارو او طریقو له پانګه اچونکو سره یوځای شو.

مثلآ په انفرادي توګه، دوه نفرې توګه، د سهامی شرکت په توګه او دیته ورته نور ډولونه هم شته چې تاسو ته د پانګې او اچوونې فرصتونه په ګوته کولی شي.

خو د محیط او چاپیریال په مطالعه کولو سره تاسو ځانته خپل د کاروبار ادرسونه په سمه او منظمه توګه ټاکلی شئ.

د نړۍ اکثریت شتمنو خلکو خپل کاروبارونه له صفر شروع کړي، په ورو ورو ترې د ډیرو شتمنیو خاوندان شوي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 330 تاريخ : دوشنبه 3 ارديبهشت 1397 ساعت: 5:19