"د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي لوړه کچه د اندېښنې وړ ده"

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ۲غويى ۹۷): د ژورنالیستانو او رسنیو بنسټونو فدراسیون وايي چې په تېر یو کال کې هېواد کې د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښنې ۱۶۴ پېښې ثبت شوي چې له دې جملې ۱۹ یې د وژنې دي.

د ژورنالیستانو او رسنیو بنسټونو فدراسیون غړي عبدالمجیب خلوتګر په هغو مراسمو کې چې د ((صنفي حقونو، امنیت او مسلکیتوب) ترعنوان لاندي کابل کې جوړ شوي وو، په هېواد کې د رسنیو فعالیت په تړاو خبرې وکړې.

په دې کلنۍ غونډه کې د ځینو لوړپوړو دولتي چارواکو ترڅنګ د هېواد له مختلفو ولایتونو څخه خبریالانو ګډون کړی وو.

نوموړی وویل چې فدراسیون کې د غړو بنسټونو د موندنو له مخې، د ۱۳۹۶کال وري میاشتې له ۲۹ مې څخه د ۱۳۹۷کال وري میاشتي تر ۲۹مې د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو پر وړاندې ۱۶۴ د تاوتریخوالي، ګواښنې او فشار پېښې ثبت شوي چې ۱۹کسان په کې وژل شوي، ۴۰ ټپیان، ۵۲ د تهدید پیښې، د نیولو ۱۶ پېښې او د وهلو ټکولو ۲۶ پېښې او پاتې نورې له دندې څخه د ګوښه کولو پېښې دي.

خلوتګر یادونه وکړه چې په تېر یو کال کې ډېری کسان د حقاني، طالبانو او داعش ډلې په بریدونو کې وژل شوي او درې مورده یې د ناپېژاندو کسانو له لوري ترسره شوي دي.

د ژورنالیستانو او رسنیو بنسټونو فدراسیون یاد غړي زیاته کړه چې دولتي چارواکي او کارکوونکي د نیولو او وهلو ډبولو په ډېرو پېښو کې ښکېل دي او څه باندې نیمایي ګواښونه د طالبانو له خوا ترسره شوي دي.

د نوموړي په وینا، په لومړي ځل د رسنیو او حکومت ګډې کمېټې، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو څېړنه پیل کړې ده او خبریالان تمه لري چې دې پېښو ته په جدي ډول لاسرسی وشي.

د حکومت اجرایي مشر عبدالله عبدالله په تېر یو کال کې د خبریالانو او رسنیو نورو کارکوونکو پر وړاندې د لوړې کچې تاوتریخوالي په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ له فدراسیون څخه غوښتنه وکړه چې یادې پېښې دې په جزئیاتو سره له ګډې کمېټې سره شریکي کړي څو ورته لاسرسی وشي.

د یاد لوړپوړي حکومتي مقام په خبره، د رسنیو او حکومت ګډې کمېټې د تېر کال ترسره شوو پېښو ته د لاسرسي په برخه کې زیات پرمختګونه کړي دي.

عبدالله زیاته کړه: ((زه ستاسو په غونډو کې له دې امله ډېر ګډون کوم چې د خپلو لاسته راوړنو په اړه راته ووایئ او موږ څه کولی شو او په ورته وخت کې ستاسو له کار څخه مننه کوو چې د زیاتو ستونزو سربېره بیا هم دا د ولسواکۍ او انساني حقونو خورا مهم سنګر مو پرېنښود.))

د پژواک خبری اژانس مشر او اطلاعاتو ته د لاسرسي د څار کمېسیون غړي دانش کړوخېل دې غونډه کې د خبریالانو او رسنیو کاري ستونزو په اړه خبرې وکړي.

نوموړي، د خبریالانو مسلکي ظرفیت لوړولو پر ارزښت د ټینګار ترڅنګ له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره دې اسانتیا رامنځ ته کړي.

ده زیاته کړه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي د څار کمېسیون د ښه فعالیت لپاره باید دا کمېسیون خپلواک او ځانګړې بودیجه ولري.

د پژواک خبري اژانس مشر د رسنیو اقتصادي ستونزو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې اړینه ده د رسنیو د اقتصادي ستونزو د کمښت لپاره د رسنیو مصرفي برېښنا بیه راټيته شي او سوداګریز اعلانونه په متوازن ډول د هغوی په واک کې ورکړل شي.

خبریال قدیر شاهین چې له هرات څخه یې په دې غونډه کې ګډون کړی و، وویل چې خبریالان په دې ولایت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي پرمهال له ستونزو سره مخامخ دي، په ځنډ د معاشونو ورکول، د روغتیایي بیمې او تقاعد حق نه شتون نورې هغه ستونزې دي چې دوی ورسره لاس او ګرېوان دي.

نوموړي وویل چې ځينې بهرنۍ کړۍ هم په دې ولایت کې له خبریالانو ناوړه استفاده کوي او اړینه ده چې د مسلکي خبریالۍ لوړولو او بې پرېتوب لپاره د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو له لوري کوټلي ګامونه واخیستل شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 278 تاريخ : دوشنبه 3 ارديبهشت 1397 ساعت: 5:19