پاکستانۍ سندرغاړې په یوه بل هنرمند او فلمي ستوري د جنسي ځورونې تور ولګاوه

ساخت وبلاگ

پاکستانۍ فلمي اداکارې میشا شفیع په یوه بل پاکستاني فلمي ستوري او سندرغاړي علي ظفر باندي د جنسي ځوروني تور لګولی.

نوموړې وایې، علی ظفر څو ځله له دې سره جنسي اړیکی ساتلي، خو نور پته خوله نه شي پاتي کیدلی.

علی ظفر د پاکستان مشهور فلمي ستوري دی او په ډېرو فلمونو کې کار کولو سربېره په سندرو کې ډېر شمېر مینوال لري.

علي ظفر کله نا کله په هندي فلمونو کې هم راښکاره کیږي او د ځينو هندي فلمونو لپاره یې سندرې هم ویلي.

میشا شفیع په خپله ټویټر پاڼه باندې په علی ظفر د جنسي ځورونې د تور تر څنګ لیکلي؛ هغه چې دا یې جنسي ځورولې بل څوک نه دی، بلکي مشهور فلمي ستوری او ګلوکار سندر غاړی علی ظفر دی.

شفیع وایي چې یو ځل نه بلکې څو ځلې یې دا ځورولې او دا هغه وه چې میشا په فلمي نړۍ کې کار کاوه او ددوه بچیانو مور وه.

میشا شفیع زیاته کړې؛ په دغه پېښه ورته زیات زیان رسیدلی.

هغه وايي؛ علي ظفر له ډېره وخته پېژني او څلو ځله یې سره یوځای کار هم کړی او سندرې یې هم سره ویلي دي.

میشا وایې دا یې د شخصیت او رویې تر تاثیر لاندې راغلې وو، خو هغه ورسره له چل او ول څخه کار واخیست.

ویډیو کې لا زیات پوهیدلی شئ؛

[embedded content]

دغه اداکاره او سندر غاړې وایي، چې نور ورته وجدان د چپ پاتې کېدو اجازه نه ورکوي او زیاتوي دا چې داسې کار له دې سره کیدای شي نو هرې مېرمن سره یې د کېدو امکان شته.

دا زیاتوي هیڅ یوه مېرمنه د جنسي ځورونې له ناوړه عمل څخه په امن نه ده، خو دا چې په دې ټولنه کې دا مسئلې را پورته کول شرم دي، نو لا یې د دغه ډول پېښو پټولو ته لاره هواره کړې ده.

ها خوا سندر غاړی علی ظفر بیا پر ده پورې شوي تورونه په کلکه ردوي.

نوموړي په ټویټر کې په خپل وال لیکلي؛ په ده پورې شوي ټول تورونه ردوي او وایې چې دی خپله یو زوی دی او اوس خپله هم د زوی پلار دی، کور لري او هلته هم خپله مور، خور او ښځه هم لري.

ظفر په خپل ټویټر لیکلي؛ دی د محترمې میشا شفیع له خوا پر ده لګول شوي تورونه نه مني او هر څه به محکمه کې معلوم شي.

علی ظفر زیاته کړې چې د ټولنیزې مېډیا له بحث څه نه جوړیږي چې په یو بل بېځایه تورونه ولګوي، دی باوري دی چې مجرم نه دی.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 206 تاريخ : شنبه 1 ارديبهشت 1397 ساعت: 4:47