د کرکټ ټاټوبی (انګلستان) نوی کرکټ رامنځته کوي؛ دا کرکټ به ۱۰۰ باله وي

ساخت وبلاگ

انګلیند هېواد د کرکټ په تاریخ کې د یوه نوي نوښت په هڅه کې دی او غواړي داسې کرکټ رامنځ ته کړي چې تر دې وړاندې په نړۍ کې په کوم بل هېواد کې نه وي شوی.

دا نوښت به داسي نه وي چې د کرکټ په قوانینو او اصولو کې به تغیرات راولي یا به شپږیزې او څلوریزې، بیټ بال کې تغیرات راولي بلکي تغیرات به دا وي چې انګلینډ هېواد غواړي داسې کرکټ رامنځته کړي چې یو ټیم به پکې ۱۰۰ توپونه لوبوي او له هغې وروسته به بل ټیم هم ۱۰۰ توپونه لوبوي.

انګلینډ کرکټ بورډ فکر کوي چې په اوس وخت کې خلک د کم وخت لرلو له امله مجبور دي چې تیز کرکټ ننداره کړي، نو په همدې خاطر یې دغه شان لنډ کرکټ په رامنځته کولو فکر کړی دی.

په اوس وخت کې د کرکټ تر ټولو لنډ فارمټ د ۱۲۰ توپونو لوبول دي چې مجموعي شل اورونه کیږي.

د انګلینډ هېواد کرکټ بورډ مشر ویلي دا چې د کرکټ ایجاد کوونکی هېواد هم انګلینډ بلل کیږي، نو پکار ده چې په کرکټ کې نوښتونه رامنځته کړي.

د دغه هېواد بورډ په پام کې لري چې دغه کرکټ پیل له خپل کورني کرکټ څخه وکړي او د اتو ټیمونو تر منځ به دغه سیالۍ برابري شي، چې هر ټیم به د پوره ۱۵ اورنو د لوبو سربېره د ۱۰ نورو توپونو د لوبولو حق هم ولري تر څو وکولی شي خپل هدف د مقابلې لوبډلې لپاره پورته کړي.

تر اوسه په دې تړاوو څه نه دي ویل شوي چې دغه سیالۍ به پاور پلی ولري او کنه، یو توپ اچوونکی به څو اورونه کوي او یو شمېر نور قوانین یې هم تر اوسه معلوم نه دي.

انګلینډ کرکټ به د ۱۰۰ بالونو د لوبولو کرکټ سیالۍ په ۲۰۲۰م کال کې پیل کړي.

په لومړیو کې کرکټ یوازې ټیسټ سیالۍ وې چې نتېجه به یې په څو ورځو کې معلومېده او کله به هم بې نتېجې پای ته رسېدلې.

د وخت په تېریدو سره کرکټ کې یو ورځنۍ سیالۍ رامنځته شوې چې ۵۰ اورونه لري او نتېجه یې هم په یوه ورځ کې معلوميږي، چې حتما د یوې لوبډلې په بریا سره تمامیږي او کله نا کله د باران له امله مساوي پای ته رسیږي، خو کوښښ دا وي چې باید یوه لوبډله یې د ګټې خوند وڅکي.
دا چې ژوند لا مصروف شو او ضرورت لیدل کېده چې باید د کرکټ مینوالو ته داسې یو لنډ فارمټ رامنځته شي، تر څو هم یې نتیجه ژر معلومه شي او هم یې لیدونکي د شپږیزو او څلوریزو خوند واخلي نو په کال ۲۰۰۳ میلادي کې خلکو د تیز ۲۰ اوریز کرکټ ننداره هم وکړه.

شل اوریز کرکټ د مینوال د ښه هر کلي سره مخ شو او اوس وخت کې ډېر مینوال هم لري.

د یادوني ده چې د شل اوریز کرکټ څخه هم لنډ فارمټونو کې ډيرې سیالۍ شوي دي، چې له ډلې یې ۱۰ اوریز کرکټ لیګ یادولی شو چې تېر کال په متحده عربي اماراتو کې تر سره شو.

په دغه لیګ کې د نړۍ د ډېر شمېر هېوادنو سربیره د افغانستان کرکټ لوبغاړو هم ګډون کړی و.

مجیب ځدران، ظاهر خان، اصغر ستانکزی، دولت ځدراڼ، راشد خان او محمد نبي هغه لوبغاړي ول چې له افغانستان دغه سیالیو ته انتخاب شوې ول، خو راشد ارمان او محمد نبي عیسی خیل بیا د دغه سیالیو د تر سره کېدو پر ځای اسټرلیاوي تجارتي سیالیو بیګ بیش کرکټ لیګ ته لومړیتوب ورکړ.

له دې وړاندې د (super SiX) په نوم هم سیالیو شوي چې یوازې شپږ اوره وي خو له نورو سیالیو یې اصول او قوانین متفاوت وي.

د کرکټ د شپږو اورونو او لس اوریز کرکټ سیالۍ لا تر اوسه په رسمي ډول د د ای سي سي په چوکاټ کې د هیڅ هېوادنو تر منځ نه دې تر سره شوي او یوازې په تجارتي بڼه شوي خو دا چې بازار یې ښه و نو شاید راتلوونکي بیا هم ترسره شي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 207 تاريخ : شنبه 1 ارديبهشت 1397 ساعت: 4:47