د کټرینا کیف او سلمان خان یو ځای راتلل او ورته د مینوالو بې صبرانه انتظار

ساخت وبلاگ

داسې ویل کیږي چې د بیګ باس (big Boss) په ټلویزیونې پروګرام کې دا ځل سلمان خان سره د بالیوډ مشهوره فلمې ستورې کټرینا کیف هم ملګرې شي او دواړه به یوځای د دغه پروګرام کوربتوب کوي.

مینوال یې په دې نظر دي که چېرته د سلمان خان سره په دغه مشهور پروګرام کې کټرینا کیف هم ملګرې شي، نو خوند به یې لا یو په دوه شي.

کټرینه کیف او سلمان خان دواړه د هندې سینما یوه ډېره ښه جوړه ده او تر اوسه ډېر زیات کامیاب فلمونو هم لري.

خو اوس دغه اوازې چې ممکن د سلمان خان سره د بیګ باس ټلویزیوني پروګرام په ۱۲ پړاوو کې کټرینه کیف ملګرې شی ډېرې خوله په خوله کیږي.

د بیګ باس د پروګرام مینوال د دغه شو راتلوونکي پړاوو ته بې صبرانه انتظار باسي، خو لا تر اوسه د تلویزیون په پرده د ۱۱ پړاوو صحني ښودل کیږي.

بیګ باس(Big Boss) یو داسې ټلویزیونې پروګرام دی چې د هر تیر په پرتله یې نوی پړاوو ډېر مینوال پيدا کوي او د پخواني ریکارډ ماتوي.

ویډیو؛

[embedded content]

نو له دې معلومیږي د دغه پروګرام مسؤلین د هر نوي پروګرام لپاره د تیر په پرتله ډېره هڅه کوي.
خو اوس داسي ګنګوسي دي چې د سلمان خان سره به دا ځل کټرینا کیف دغه پروګرام ته نوی رنګ ورکړي.

کټرینه کیف او سلمان خان د بالیوډ کامیابه جوړه ده چې ډېر فلمونه يې په جوړه اداکارۍ سره ښکلي کړي دي.

هندۍ رسنۍ وایي دا ګنګوسي ځکه خپریږي چې کټرینا او سلمان خان دواړه یوځای د سکرین پر پرده ډېر ښکلي ښکاري او همدا لامل دی چې د ۱۲ پړاوو بیګ باس(‌Big Boss) لپاره د سلمان خان سره د ملګرتیا لپاره د کټرینا کیف نوم د هغوی د مینوال په خولو دی.

د هندۍ رسنیو د خبر له مخې کیف یوازینۍ اداکاره ده چې کولی شي د سلمان خان سره په مزاحیه انداز دغه ټلویزیوني پروګرام ښکلی کړي.

دا ګونګسي داسې مهال خپریږي چې تر اوسه کترینا کیف او د بیګ باس ټلویزیونې پروګرام تنظموونکي په دې تړاوو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 205 تاريخ : شنبه 1 ارديبهشت 1397 ساعت: 4:47