دا ۱۰ کارونه باید هره ورځ وکړو چې لا ډیر پوه او هوښيار شو

ساخت وبلاگ

لیکنه: کریس بریور
ژباړه: غازي عابد

دا لاندې خبرې اړینې ده. هڅه وکړئ چې عملي یې کړئ، ځکه په دې سره کیدای شي چې لا ډیر هوښیارانه تګ او ګام پورته کړو:

۱- له عمر خوړلو یا زړو خلکو سره کیښنئ. د هغوی د ژوند په اړه ترې معلومات واخلئ، تجربې یې واورئ او مشورې ترې واخلئ.

۲- هره ورځ مناسب کتابونه ولولئ. هڅه وکړئ چې کتابونه پرلپسې ولولئ او زده کړه ترې وکړئ.

۳- ریاضیت وکړئ. د څو شیبو لپاره مو له ذهنه هر څه وباسئ او بې غمه فکر وکړئ. ناخوالې او ستونزې هیرې کړئ.

۴- له ځانه ښه او غوره ملګري پیدا کړه. داسې ملګري وپلټه چې له تا تکړه وي، لایقه وي، پوه وي، هوښیار وي او ته ترې نوې څه زده کړی شې.

۵- داسې خاوند/ښځه غوره کړئ یا وکړئ چې تاسې ته احترام ولري او متقابل احترام کوونکي وي.

۶- نوي څه ترلاسه او زده کړئ، په وسیله یې ځان غښتلی او پوه کړئ، له دې وروسته بیا د نورو نویو شیانو په لټه کې شئ.

۷- رمز زده کړئ. یعنې داسې اوسئ چې په نیمايي پوه شئ، ژر پوه شئ او دومره دقیق اوسئ چې په یو شي په معمولي لیدو هم وپوهیږئ.

۸- هره ورځ ورزش وکړئ او منډه ووهئ.

۹- هره ورځ او هر وخت له خپلو بچیانو او ماشومانو سره مجلس وکړئ او احوال ترې واخلئ؛ ځکه په ټولنه کې هر ډول ستونزې شته، کیدای شي څه بد تاثیر یې پرې کړی وي. یا نظر یا لید بدل شوی وي.

۱۰- یو ډول زده کړه او کورس شروع کړئ. پوهنتون ووايئ. یو ټولنیز کار وکړئ او یو سوشیل یا ټولنیزې ډلې سره یوځای شئ. ټولنیزو خدمتونو کې برخه واخلئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 233 تاريخ : شنبه 1 ارديبهشت 1397 ساعت: 4:47